کلتور او هنر

سلمان خان د محکمو او زندانونو له چکر وروسته بیرته کار ته ستون شو

لیکنه: یونس تسکین

کله چې سلمان خان په وروستیو کې په ناڅاپې توګه د محکمې له خوا په بند محکوم شو نو د ”ریز ۳“ فلم لپاره شووټینګ نیمګړی پاتې شو. نوموړې د نایابو هوسیو د ښکار په جرم په پنځه کاله بند محکوم شو او دوه شپې یې د جوده پور په زندان کې هم تیرې کړې.

خو وروسته په ضمانت خوشې شو او اوس بیرته د ریز۳ فلم په شوټینګ بوخت دی چې جاکولین فیرننداز ورسره د مخکښې ښځینه اکټرې رول لوبوي.

ویل کیږي چې دا مهال ددې فلم د صحنو د ثبتولو چارې ښې روانې دي، او هغه عکسونه چې سلمان خان پر خپل اکاونټ خپاره کړي ترې ښکاري چې د فلم د ثبت پر مهال یې د کورټ او کچریو کیسې هیرې کړي دي او سات یې تېر دی.


ویل کیږي سلمان خان ته محکمې له هیواد څخه بهر هم د سفر اجازه ورکړې او له دې سره به نوموړی وکولی شي چې د فلم څو صحنې په ابوظبۍ کې ثبت کړي.

هندي رسنۍ وايي چې د ” ریز۳ “ فلم د ثبت جارې دا مهال په کشمیر کې روانې دي، له کومه ځایه چې د سلمان خان او جاکولین خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه تاوده کړي.

په ځانګړې توګه دې ویډیو ګانو چې په کې سلمان خان او جاکولین د فلم د شوټینګ له نورې ډلې سره د موټرسایکلونو د سپرلۍ پر مهال لیدل کیږي.

#salmankhan #jacqueline #race3

A post shared by Being human (@beinghuman.official) on

او یا هم دې عکس کې چې په کې د جاکولین فریننداز لپاره ساړه او سلمان خان ته ګرمي ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین