کلتور او هنر

سلمان خان ته محکمې د شوټینګ لپاره له هېواده د بهر تلو اجازه ورکړه

د غیري قانوني ښکار په قضیه کې د مجرم هندوستاني فلمي ستوري سلمان خان لپاره اوس محکمي په خپل دریځ کې لا نرم والي راوست او نوموړي ته یې د فلمي صحنو د ډکولو لپاره له هندوستانه بهر د تلو اجازه هم ورکړه.

وړاندې یو ځل سلمان خان وړاندیز کړی وو، دا چې باید د راتلوونکي فلم ځينې صحني یې له هندوستان بهر ډکي شي، نو ورته پکار ده چې بهر ولاړ شي، خو د محکمې لخوا یې وړاندیز ونه منل شو.

خو اوس ورته دا ځل محکمې دا اجازه هم ورکړې چې د شوټینګ لپاره له هندوستان بهر ولاړ شي او د فلم صحني دې هلته ډکې کړي.

د بالیوډ خان سلمان خان چې د مینوال تر منځ په دبنګ خان مشهور دی او ځينې نور ورته بیا سلو وایې د شل کاله پخوانۍ قضیه کې موده وړاندې د محمکې له خوا په پنځه کاله بند او ۱۰ زره روپۍ نغدي جریمه شو.

پر نوموړي تور دی چې د شوټینګ پر مهال یې او یا له شوټینګ وروسته یې دوه هوسۍ ښکار کړي دي.

نوموړي دوه ورځې زندان کې له تیرولو وروسته بېرته په ضمانت خوشي شو، که څه هم په لومړیو کې نوموړي د ضمانت غوښتنه شوې وه، خو د قاضي له خوا نه ومنل شوې.

له هغې وروسته چې سلمان خان دوه ورځې په زندان کې تېرې کړې، نو بیا یې د ضمانت غوښتنه وشوه او هماغه وه چې ضمانت یې ومنل شو.

خو وروسته یې د هیواده د بهر تلو مسئله رامخته شوه چې محکمې اجازه نه ورکوله بهر ولاړ شي.

تر دې وروسته دغه فلمي ستوري بیا پرېکړه وکړه چې د خپل فلم هغه صحنې چې له هېواده بهر باید ډکې شي، نو هېواد (هندوستان) ته به یې انتقال کړي.

خو اوس ورته محکمې دا اجازه هم ورکړې چې کولی شي د شوټینګ لپاره بهر هېواد ته ولاړ شي او خپل فلم لا ښکلی کړي.

ټاکل شوي سلمان خان د خپل راتلوونکي فلم ځینې صحنې په کاناډا، نیپال او مریکا کې ډکې کړي.

محکمې نوموړي ته اجازه ورکړې تر څو د خپل راتلوونکي فلم د شوټینګ لپاره د مۍ میاشتې له ۲۵م څخه تر ۱۰ د جون پورې بهر ولاړ شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی