کلتور او هنر

سلمان د بریتانیا د پارلمان معتبره جایزه تر لاسه کړه” زما پلار به په دې اړه فکر هم نه و کړی“

د هندي سینما وتلي اکټر سلمان خان ته د بریتانیا د عوامو مجلس ” د نړېوالې هررنګۍ ( نړیوالې تنوع) په برخه کې دده د فوق العاده بریاوو“ په خاطر معتبره جایزه ورکړه.

دا جایزه سلمان خان ته د بریتانیا د پارلمان د اسیايي غړي کیت واځ له خوا د جمعې په ورځ ورکړل شوه.

سلمان خان ددې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل” مننه له هغه درناوي او عزت چې تاسو ماته راکړ. زما پلار به په دې اړه هیڅکله فکر هم نه و کړی…خو تاسو ماته ډیر درنښت راوبښه او مننه له دې څخه .“

د بریتانیا د پارلمان غړي کیت واز وویل” د نړیوالې تنوع جایزه “ هغو خلکو ته ورکول کیږي چې په نړۍ کې یې د بشري تنوع او هر رنګۍ په اړه هڅې او کار کړی وي او سلمان خان بې شکه چې یو له همدې کسانو څخه دی. “

نوموړي زیاته کړې” موږ یوازې ددې لپاره سلمان خان نه ستایوو چې نوموړې د هند او نړۍ د سینما یو لوی ستوری دی، بلکې سلمان خان د بشري کارونو په برخه کې تل هڅې او زیار ګاللی دی. “

سلمان خان له یوې لسیزې وروسته بریتانیا کې ته تللی دی ، او دا یې د دبنک فلم لپاره هنري سفر دی . نوموړې به د شنبې په ورځ په برمینګهم او د یکشنبې په ورځ په لندن کې خپلو مینه والو سره په ځانګړو پروګرامونو کې مخ شي.

په دې هنري سفر او غونډو کې به له سلمان خان سره نور هندي فلمي ستوري لکه سوناکشي سینها، جاکویلین فیرنیداز، سوراج پنچولي او نور هم ملګري وي.

نوموړې دا مهال له کترینا کیف سره د علي عباس د فلم ( ټایګر زنده هی) لپاره هم په کار کولو بوخت دی او په دې برخه کې یې ورستي پړاو په ابو ظبهۍ کې و له کومه ځایه چې نوموړی بریتانیا ته تللی دی.

سلمان خان د انسانیت یا (Being Human ) په نوم د بشري مرستو یو بنسټ لري چې له لارې یې له بې وزلو په ځانګړې توګه ماشومانو سره مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې سلمان خان د ورستیو شمیرو له مخې د هند په سینما کې تیر کال د مالي عوایدو له پلوه تر شارخان وروسته دویم کس و او د نړۍ د سینما په هغو لس کسانو کې شامل و چې د خپل هنري کار له درکه یې په تیر کال کې تر ټولو ډيرې پیسې تر لاسه کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */