کلتور او هنر

سلمان خان، سونم کپور ته واده کې قېمت ترېنه ډالۍ ورکړې

هند په سینما راج چلوونکي ستوري سلمان خان د همدغې سینما یوې بلې ستورې سونم کپور واده ته ورغلی و او له ځانه سره یې ډېره زیاته قېمته ډالۍ هم ورکړې وه.

د سلمان خان دغې ډلې خلک حیران چې څنګه څوک چاته د لسګونه لکه روپۍ ډالۍ ورکولی شي.

سونم کپور د هندي فلمي ستوري انیل کپور لور ده او څو ورځې وړاندې یې په هندوستان ممبيي ښار کې واده وکړ.

کپور د خپل پخواني ملګري اننداهوجا سره خپل ژوند شریک کړ.

که څه هم د دواړو واده د رواني ميلادي میاشتې په اتمه نېټه شوی و، خو د سلمان خان د قیمتي ډالۍ خبره اوس رسنیزه شوې ده.

رسنۍ وایي چې سلمان خان د اداکارۍ سره سره مړي ژوندي کې هم ښه دی او همدا لامل دی چې نوموړی زیاتره وخت خپلو همکارانو ته د ځينو مراسمو کې قیمتي ډالۍ هم ورکوي.

سونم کپور او سلمان خان دواړو په (پریم رتن دهن پایو) فلم کې یوځای کړی و خو فلم څه ډول چې تمه وه هغسې کامیاب نشو.

د سونم کپور په واده کې د سلمان خان سربېره ډېرو نورو اداکارانو هم ګډون کړی و.

اوس تازه هندۍ رسنۍ وایي، چې سلمان خان سونم کپور ته د هغې په واده کې لګژري(Luxury) کمپنۍ موټر ډالۍ کړی و، دا چې دا موټر ډېر لوړ قیمت لري، نو ځکه دغه خبره د رسنیو سرټکی ګرځیدلی.

د رسنیو د رپوټ له مخې سلمان خان دغه ډالۍ د سونم کپور د واده لپاره په ۹۰ لاکه هندۍ روپۍ اخیستی و.

فکر کیږي چې د دبنګ خان له طرفه د خپل نژدي ملګري انیل کپور لور ته د ډالۍ شوي موټر چې قېمت یې ډېر لوړ دی تر اوسه قیمتترېنه ډالۍ وي.

د یادولو ده چې سلمان خان د انیل کپور سره پخوانۍ ملګرتیا هم لري خو د دې سره سره دوی دواړه به د سلمان خان په نوي فلم ریس۳(RACE3) کې جوړه راښکاره شي.

اټکل دی چې د بالیوډ د دغه ستوري ریس۳ فلم به د راروانې جون میاشتې په ۱۵ د خپلو مینوالو انتظار ته د پای ټکی کېږدي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی