روغه سټه سفر

د سفر او چکر پرمهال مو روغتیا او غذایي رژیم ته پام وکړئ

د رخصتیو او سفر پر مهال غذایي رژیم او روغتیا ته پام کول تر ټولو مهمه او اړینه خبره ده. خو ډېری کسان چې کله په رخصتۍ او یا هم کوم ځای ته په سفر ځي خپل غذایي رژیم او روغتیا ته پاملرنه یې له پامه غورځولې وي. که څه هم چې د رخصتۍ او سفر پرمهال ډېری خواړه په هوټلونو ، رسټورانټونو او یا هم له نورو ملګرو او دوستانو سره په مېلمستیاو کې خوړل کېږي، مانا دا چې خواړه تر ډېره پاک او صحي وي، خو بیا هم باید له دې کبله ورته پاملرنه وشي، چې چاپېریال، هوا او د خوړو نوعیت توپیر کوي نو، باید زیاتی په کې ونه شي.

۱- هڅه وکړئ د چکر پرمهال د خوړو پر ځای له ښکلو منظرو خوند واخلئ
کله چې بل هېواد او یا سیمې ته په سفر ځئ، نو هڅه وکړئ ددې پر ځای چې ډېر وخت په رسټورانټ او هوټل کې تېر کړئ، د هماغه ځای له ښکلي طبعیت او شنو منظرو څخه خوند واخلئ. هڅه وکړئ د سفر پر مهال کوچنۍ او پر له پسې غذایي وعدې ولرئ، نه داسې چې په یو ځل او یه ځای کې ځان موړ کړئ.

۲- پلی تګ هېر نه کړئ

داسې مه وایاست چې اوس نو په چکر او مسافرۍ کې یاست څه مو چې زړه غواړي باید ویې خورئ. ددې لپاره چې د رخصتۍ پر مهال مو وزن زیات نه شي نو ارو مرو د ورځې په اوږدو کې یو څه وخت د هغه سیمې په پاکو او شنو ځایونو کې پلي تګ ته ځانګړی کړئ. له هر څاښت ډوډۍ خوړلو وروسته ارو مرو قدم ووهئ او که په هوټل کې اوسئ، بلکون ته یې راووځئ او تازه هوا واخلئ.

۳- د ریسټورانټ په مینو کې تر ټولو سالم خواړه انتخاب کړئ

کله چې تاسو پر سفر وۍ، نو معلومه خبره ده چې د اشپزۍ لپاره وخت نه لرئ او نه یې کېدای شي امکانات درته برابر وي، نو اړ یاست چې په رسټورانټ کې خواړه وخورئ. په داسې مواردو کې هڅه وکړئ، د هوټل په مینو کې تر ټولو سالم او هغه خواړه انتخابوئ چې پوهېږئ روغتیا ته مو زیان نه رسوي او یا دا چې تر ډېره مو معده ور سره عادت ده.

۴- د کوټې د یخچال کلۍ پټ ځای کېږدئ
د بهرنیو هېوادونو په هوټلونو کې دا دود دی چې په کوټه کې اېښودونکی یخچال له پپسي، ډول ډول انرژیو، کاکو، قهوې او ان کله تازه مېوې هم په کې اېښودل شوې وي. پام مو وي، چې دغه څه وړیا نه دي. خو پر بیې سربېره یې د خوړو هڅه وکړئ هغه هم بیا بیا. که ددې ډول خوړو او څښاکو په خوړو کې افراط وکړئ، کېدای شي د وزن پر زیاتوالي سربېره مو روغتیا ته هم زیان ورسوي.

۵- اوبو څښلو ته لومړیتوب ورکړئ

د سفر پر مهال د کافي او پاکو ابو څښل د سفر له واجباتو بلل کېږي. پلي تګ، ګرمه هوا او په سر خلاصو ځایونو کې ډېر پاتې کېدل ارو مرو ستاسو د بدن د اوبو د کموالي لامل کېږي. هڅه وکړئ تر څو په موټر، د شا په بیک او د اوسېدو په ځای کې د څښلو اوبه ضرور در سره ساتئ او یې څښئ.

ښه سفر ولرئ

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.