سپورټ

سعید اجمل په ګیلو ډکه خوله د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

 

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سپینر بالر سعید اجمل د خپل نړیوال کرکټ لوبو د پای ته رسیدو خبر ورکړ.

سعید اجمل، چې د کلونو لپاره د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د یو مهم لوبغاړي په توګه رول درلود، د نړیوال کرکټ په یو ورځنیو ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې په خپل وخت کې د بالرانو په لیست کې لمړی مقام هم خپل کړی و. نوموړي په ۲۰۱۲ م کال کې په ۳ ټیسټ سیالیو کې د انګلستان خلاف ۲۴ ویکټې ترلاسه کړې، چې په دغې کارکردګۍ سره یې نورې لوبډلې هم وډار کړې.

له هغې وروسته سعید اجمل د غیرې قانوني توپ اچونې تر شک لاندې راغی او نړیوال کرکټ څخه پرې بندیز ولګول شو. په ۲۰۱۵ م کال کې نوموړی یو ځل بیا نړیوال کرکټ ته راستون شو، خو د نوموړي توپ اچونه کې پوره تغیر ولیدل شو او په دوه سیالیو کې یې یوازې یو لوبغاړی وسوځو.

له دې سیالیو وروسته سعید اجمل د پاکستان لپاره د خرابې کارکردګۍ له امله په هیڅ یوه سیالۍ کې و نه لوبید او بالاخره نړیوال کرکټ سره یې مخه ښه وکړه.

سعید اجمل د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې او خپل ځان په ګټه په ۳۵ سیالیو کې ۱۷۸ ویکټې ترلاسه کړې او خپله وروستۍ ټیسټ سیالي یې په ۲۰۱۴ م کال کې ترسره کړه.

د ټیسټ ترڅنګ یې په ۱۱۳ یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه سیالیو کې ۱۸۴ او په ۶۴ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې یې ۸۵ ویکټې ترلاسه کړې دي.

سعید اجمل ویلي، د کرکټ وروستي دوه کلونه ورته خورا ځورونکي و او د کرکټ ترخه خاطره یې د انګلستاني لوبغاړي سټارټ براډ څخه پاتې شوه. سټارټ براډ د انګلستان د کاونټي چمپینز شیپ سالیو کې د پاکستاني سعید اجمل د غیرې توپ اچونې په اړه پوښتنه کړې وه.

اجمل ویلي داسې ښکاریږي، چې د غیرې قانوني توپ اچونې غږ یوازې د ده او محمد حفیظ لپاره ځانګړی شوی، ځکه نور هغه بالران چې د غیرې قانوني توپ اچونې تر شک لاندې راغلي؛ لا هم نړیوال کرکټ کې لوبیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی