ټولنیز ژوند سیاست

سعودي کې نړیوال اسلامي کنفرانس؛ په افغانستان کې به یې پر جګړې اغېزې څه وي؟

ټاکل شوې، چې د سې شنبې په ورځ به سعودي عربستان د اسلامي همکاریو د سازمان په ملتیا په نړیواله کچه په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو د اسلامي عالمانو د یوه خورا مهم کنفرانس کوربه وي .

دغه کنفرانس ته د نړۍ له بېلاـ بېلو هېوادونو، افغانستان او همدا شان پاکستان څخه دیني عالمان بلل شوي .

اټکل کیږي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د روانې جګړې دیني اړخ په جدي ډول بحث او د نړۍ اسلامي عالمان به یې په اړه خپله تاریخي فتوا صادره کړي .

د دغه فتوا په ځواب کې بیا هم هیله مندي نشته، چې وسله وال طالبان به د اسلامي نړۍ د علماوو درناوی وکړي او له جګړې به لاس په سرشي .

چې داسې ده، نو د دې کنفرانس اړتیا څه ده؟

آیا دا کنفرانس به پر روانې جګړې د پام وړ اغېزې ولري کنه ؟

په دې لیکنه کې هڅه کوو، دې پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي .

د ناوخته پيل ښه دوام

د یوه افغان دیني عالم د کلونو وړاندې یوه خبره غواړم نقل کړم، چې له یوې حکومتي غونډې څخه په نارضایتۍ تر راوتو وروسته یې راته کړې وه . دغه عالم راته ویلي وو:

”دا جنګ د دین په نوم او پلمه پيل شوې، څو چې عالمان یې پر وړاندې ونه دریږي، د جګړې پای ته رسول په هیڅ ډول پوځي فشار او امکاناتو ممکن نه دي.“

د هغه دیني عالم خبره مې هغه مهال ډېره خوښه شوه او ورسره هم نظره شوم، خو له بده مرغه کلونه تېرشول، مګر دې خبرې ته چندان عملي توجه نه کیده.

د اوسني حکومت په وروستیو کلونو کې یوه د پام وړ محسوسه پایله، چې ممکن ټول ورته د یوې بهترینې لاسته راوړنې په توګه قایل وي، د روانې جګړې په اړه هم په کوردننه، هم تر ډېره حده په سیمه ییزه کچه او هم د اسلامي نړۍ په کچه د لازم تفاهم، ګډ نظر او همغږۍ رامنځته کیدل دي .

دا همغږي او ګډ نظر سره له دې، چې نسبتاً ناوخته یې پایلې محسوسیدونکې دي، خو یو ډېر ښه پيل ګڼل کیدای شي .

افغان حکومت په کوردننه د سولې په اړه تر یوې نسبتاً پراخې اجماع رامنځته کولو وروسته وتوانیده، چې د زرګونه دیني عالمانو ملاتړ د روانې جګړې مخالفت ته ترلاسه او حتا د دغې جګړې د حراموالي په اړه یې د رسمي فتوا تر حده له بهترین او مسولانه دریځ څخه برخمن شي .

د دې فتوا په دوام په اندونیزیا کې د افغان سولې په ملاتړ او د جګړې خلاف د نړۍ د یو شمېر دیني عالمانو کنفرانس، د حرمین شریفین د ملا امام لخوا په افغانستان کې د روانې جګړې مخالفت،همدا شان له دې دریځونو سره د ملاتړ په دود د سعودي عربستان د پاچا رسمي اعلامیه او نورې لاسته راوړنې د پام او حساب وړ دي .

د دې هڅو په دوام په سعودي عربستان کې جوړیدونکی دا بل کنفرانس تر ټولو هڅو ډېره او خورا اغېزناکه ښکاري .

د دې کنفرانس د برترۍ دلایل ګڼ دي، چې له هغې ډلې د کوربه په توګه د سعودي عربستان یادونه کولای شوو . سعودي عربستان له یوې خوا په مذهبي لحاظ د اسلامي نړۍ تر ټولو اغېزناک هېواد دی او له بلې خوا یې د وسله والو طالبانو د ملاتړ او مشروعیت لپاره د دغې ډلې د واکمنۍ پرمهال ډېره مرسته کړې وه .

سربېره پر دې په دغه کنفرانس کې د ټولې اسلامي نړۍ مخکښ او اغېزناک دیني عالمان بلل شوي . دا مسئله هم مرسته کوي، چې په افغانستان کې روانه ناروا جګړه د اسلامي نړۍ د علماوو له رسمي تربیون څخه خپله د هغوی په خوله ناروا وګڼل شي او د مشروعیت تشه یې لا جدي او ننګونکې شي .

په ټوله کې دا هیله موجوده ده، چې د کنفرانس ګډونوال په رسمي ډول په افغانستان کې روانه ناروا جګړه رسماً ناروا اعلان او له دیني پلوه له هر ډول مشروعیت څخه بې برخې او حرامه وګڼي .

دوی به خامخا وسله وال طالبان هڅوي، چې د افغان دولت د سولې بې قیدو شرطه او معقولې بلنې ته غاړه کېږدي او په دې ډول د ورور وژنې او هېواد ورانونې روانه پردۍ لوبه ختمه کړي .

له یاد شوي کنفرانس څخه لویه توقع همدا ده، چې د دیني مشروعیت په ادعا پيل شوې دغه جګړه به دا ځل په مطلقه او صریحه توګه له مشروعیت څخه بې برخې کوي .

دا هغه اغېز او لاسته راوړنه ده، چې د جګړې د ملا ماتولو لپاره خورا مهم او پایله لرونکی ګڼل کیدای شي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.