سپورټ کلتور او هنر له نړۍ

سعودي عربستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د فوټبال د فیډراسیون غړې شوه

د سعودي عربستان د فوټبال فیدراسیون ددې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه ددې فیدراسیون په غړیتوب وټاکله.

هغه بدلونونه چې د جمعې په ورځ اعلان شول، عدوه العریفي د سعودي د فوټبال فیدراسیون د ټولینزو مسولیتونو د اوه کیسیزې کمیټې د لومړنۍ ښځینه غړې په توګه وټاکل شوه.

نوموړې چې په دې هیواد د لومړي ځل لپاره د ښځنیه فوټبال ټیم بنسټ اېښودونکي ده، ددې لپاره پر دې څوکۍ ټاکل شوې څو له خپلې تجربو ګټه واخلي او په دې محافظه کار هیواد کې ښځینه ورزش او په ځانګړې توګه فوټبال ترویج کړي.

العریفي د الیمامه له پوهنتون څخه د سوداګرۍ په مدیریت کې ډیګري اخیستي او په نوې پوسټ ټاکنه به یې په دې هیواد کې په سپورټي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د پراخیدونکې رول یوه برخه ګڼل کیږي.

سعودي کې د ښځو په وړاندې نوې فرصتونه

تیره اونۍ په سعودي عربستان کې ددې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو بله ښځه نجات مفتاح وتوانیده چې په تیاتر کې تمثیل وکړي.

په سعودي عربستان کې په تیر کال د ښځو د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونه په برخه کې په ناڅاپي بدلونونه راغلل.

تیر کال د لومړي ځل لپاره په دې هیواد کې ښځو د موټر چلولو اجازه ترلاسه کړه. همدارنګه په تیر ډیسمبر کې په مرکز ریاض کې د لومړي ځل لپاره د ښځو سندرغاړو کنسرټ جوړ شو چې په کې لبنانۍ سندرغاړې هبة ميشال طوجي‎سندرې وویلي.

سعودي کې د ښځو په ژوند کې دا بدلونونه ددې هیواد د حکومت د هغه اصلاحاتي پروګرام له مخې پیل شوي چې په لړ کې به یې تر ۲۰۳۰ م کال پورې په کلتور، موسیقۍ، لوبو، معلوماتي ټیکنالوژۍ او صنعتي برخو کې ښځو ته زیاته ونډه ورکړل شي.

د 2030 م کال پورې د سعودي ددې اصلاحاتي پروګرام په ترڅ کې په سعودي کې سینماګانې هم پرانیستل شوې او تیر کال جنورۍ کې دغلته لومړی فلم خپور شو. د همدې اصلاحاتي پروګرام له مخې نجات مفتاح په تیاتر کې د لومړنۍ سعودي نجلۍ په توګه راڅرګنده شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات