ټولنیز ژوند رسنۍ ژوند بڼه کلتور او هنر

سعودي د نړۍ د ښځو جهنم؛ دا لیکنه ولولئ، چې خبرشئ !

سرچینه: بي بي سي
ژباړه او زیاتونه : تورپیکۍ سادات

سعودي له ټول مذهبي درناوي او تقدس سره، چې مسلمانان یې ورته لري لا هم د نړۍ په کچه ښځو ته د یوه جهنم حیثیت لري.

هلته نه یوازې ښځې؛ بلکې نارینه او ټول خلک له سختو بشري حقونو څخه بې برخې او د مطلقه شاهي رژیم تر سختو قیوداتو لاندې ژوند کوي .

سعودي له دې کبله، چې له لویدیزو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول له امریکا سره یې په لویو نړیوالو مسایلو او د منځني ختیځ په مسئلو کې اړیکې خوږې دي د نړیوالو بشري حقونو تر هغومره نیوکو لاندې نه راځي، څومره چې لازمه ده .

د سعودي ټول خلک؛ بالخصوص ښځینه له سختو ظالمانه قیوداتو سره لاس و پنجې نرموي .

هلته اېله په دې وروستیو کې ښځو ته د موټر چلونې حق ورکړل شو. له دې اخوا ښځې د ژوند له زیاتو هغو حقونو څخه چې لویدیځ او پلویان یې ښځو او انسانانو ته غواړي بې برخې دي .

په دې مطلب کې به مو د سعودي د ښځينه مبارزینو له یوازینۍ مبارزوي وسیلې څخه خبرکړو. له دې سره به پوه شئ، چې په سعودي کې ښځې له څومره بدو ستونزو سره مخامخې دي .

یوازینۍ ښځينه راډیو
د سعودي یوه ډله فیمینسټو ښځو( هغه ښځې، چې له نارینه وو سره برابر حقونه غواړي) له سعودي څخه بهر په یوه نامعلوم هېواد کې د انټرنیټ په وسیله یوه ایف ایم راډیو پيل کړې .

دوی د راډیو موخه د سعودي د ښځو ویښتیا او د خپلو حقونو لپاره یې مبارزې ته هڅونه ګڼي .

دا راډیو ، چې فیمینیزم ایف ایم نومیږي یوه ویانده یې د نسویه په مستعار نامه خپرونې چلوي .

نسویه د یوه پروګرام د وړاندې کولو په وخت کې د سارا په نوم د یوې نجلۍ کیسه کوي .

سارا هغه نجلۍ وه، چې پلار و مور یې ورسره د سعودي له یوه یمني سره د ګډ ژوند مسئله منلې وه، خو ورور یې په پينځو ډزو وواژه او له ټولو هیلو سره یې پر تورو خاورو وسپارله .

د راډیو یوه بله ویانده عشتار، چې په مستعار نوم له راډیو سره همکاري لري د بي بي سي عربي څانګې ته ویلي، چې سارا د سعودي د ښځو له زرګونه بېلګو څخه یوه کوچنۍ بېلګه ده .

د نوموړې په وینا هلته هره ورځ د داسې پېښو لسګونه بېلګې تکراریږي، خو د بیان ازادۍ د نشتوالي او د مستبد نظام د واکمنۍ له کبله څوک غږ نه شي کولای .

خاموش اکثریت
نسویه راډیو د خاموش اکثریت په نوم یوه اونیزه خپرونه پيل کړې. په دې خپرونه کې ښځو ته بلنه ورکړل شوې، چې خپلې ستونزې، د سترګو لیدلی حال، نظریات او د ازادۍ غوښتنې لپاره د سعودي عربستان د ښځینه وو د انسجام په موخه خپل نظریات شریک کړي .

د راډیو د غږ له کیفیته ښکاري، چې دغه راډیو له ډېرو محدودو او وروسته پاتې امکانانو سره فعالیت کوي .

د راډیو یوه کارکوونکې وایي، چې دوی د ډېر مسلکي او معیاري کار په هدف نه دي راوتي، نه کوم سیاسي ګوند پورې اړه لري نه بل چا پورې، دوی یوازې د سعودي د ښځو انسجام، ویښتیا او عدالت غوښتنې ته کارکوي، چې هغه د دې په وینا په ډېرو پرمختللو امکاناتو نه؛ بلکې پياوړې ارادې شوني دي.

د عشتار په نوم د راډیو دغه کارکوونکې وایي دوی له سعودي څخه د باندې هم د دې مبارزې له کبله سختې ستونزې زغمي .

هغه وایي له ډاره خپل اصلي هویت نه شي ښودلای، د مبارزې لپاره دا او ورسره نورې اته همکارانې لازم امکانات هم د وخت او هم د اقتصاد له پلوه نه لري .

له دې ټولو سره عشتار هیله منه ده، چې د دغې راډیو او د راډیو د ټویټر پاڼې په وسیله(ټویټر په سعودي کې ترټولو زیاته پرمخاطبه ټولنیزه رسنۍ ده) به ښځې را ویښې، منظمې او مبارزې ته وهڅوي .

د عشتار ترټولو لویه اندیښنه دې ته ده، چې په سعودي کې خلک د دوی هڅو ته ورته هڅې د لویدیځ لپاره جاسوسي، له وطن او خپلو اررزښتونو سره خیانت او په ورته نورو منفي بڼو تعبیروي .

هغه د سعودي له روڼ اندو ښځو هم ګیله منه ده، ځکه په وینا یې له دوی سره د یو لاس کیدو پرځای له دوی څخه هم د محافظه کارۍ تمه لري او وایي باید منتظر شي، چې واکمن مطلقه شاهي نظام په تدریجي ډول اصلاحات راولي او د ښځو ژوند را ښه کړي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات