کلتور او هنر

سرې دیوې، مخکې د زړه ناروغي نه درلوده؛ یو ناڅاپه یې تشناب کې ساه ورکړې

د هندي سینما د مشهورې ادکارې سرې دیوې ناڅاپې مړینې د هندوستان ملت او د هغې مینوال د ویر په ټغر کینول.

سرې دیوې په دوبۍ کې د خپل خوريي موهیت مروا په واده کې وه، چې د شنبې په شپه د زړه ناڅاپي حمله په راغله او مړه شوه.

د سرې دیوې اوخي سنجي کپور ویلي، چې نوموړې د زړه د ناروغۍ کومه مخینه نه درلوده او نه يې هم کله د ورته ناروغۍ شکایت درلود.

سنجي کپور په دوبۍ کې رسنیو ته ویلي، چې دا یو ناڅاپې وشول؛ سرې دیوې حمام ته ولاړه، او ځنډ شوه. وروسته یې خاوند، د حمام ور مات کړ، چې ګوري سرې دیوې د حمام په تش (بات) کې بې هوښه پرته وه. چې پورته مو کړه، مړه وه. پولیس راغلل او د مړینې غلط يې د زړه ناڅاپي حمله ښودلې.

دا د سریدیوي وروستی عکس دی چې خاوند یې بوني کپور او لور یې خوشي کپور ورسره په دوبۍ کې د خپل خوريي موهیت مروا په واده ګډون کړی وو

د واده په مراسمو کې د سرې دیوې خاوند بوني کپور او د هغې کشره لور خوشي هم وه. د نوموړې مشره لور جهانوي بیا په ممبيي کې وه.

ټاکل شوې، چې د سرې دیوې جسد نن ممبيي ته انتقال شي او هملته به يې د جنازې مراسم ترسره شي.
د ممبيي د نړیوال هوايي ډګر چارواکي د سهار په ۸ بجو رسنیو ته ویلي، چې تراوسه د سرې دیوې مړی نه دی وررسیدلي.

د سرې دیوې او خاوند بوني کپور د مینې داستان:
د بوني کپور او سرې دیوې د مینې داستان هم د بالیووډ له یو فلم څخه کم نه دی. بوني کپور په ۲۰۱۳ کال کې د خپل مینې راز په دې ټکو افشا کړ:
“سرې دیوې مې د لومړي ځل لپاره په تیلګو ژبې یو فلم کې ولیده. خوښه مې شوه. غوښتل مې همداسې یوه ښځه په خپل کور او خپلو فلمونو کې ولرم. د زړه اور مې مړ نشو. راغلم ریشي کپور ته مې د یو فلم ویل، چې فلم جوړوو. هغه هم ومنله. ښځینه اداکاره مو سرې دیوي غوره کړه. په سرې دیوې پسې چینای ته لاړم. اوږد مزل مې وکړ، خو چې کور ته يې ورغلم، راته وویل شول، چې هغه سینګاپور ته د فلم شوټینګ ته تللې. څه وخت وورسته بیا ورغلم. ورسره مې ولیدل. د هغې لیدل زما یو ارمان و. هغې په ماته هندي او انګلیسې ژبو یوازې څو خبرې وکړې. ډیره کمه غږیده. سرې دیوې د هغه وخت تر ټولو قیمتي اداکاره وه. مور يې ویل، چې د فلم په سر ۱۰ لکه روپۍ غواړي. موږ وویل، یولس لکه ورکوو.

سریدیوي او بوني کپور

هغې هم ومنله او فلم شوټینګ پیل شو. دا فلم میسټر انډیا نومیده. سرې ديوې په فلم کې د خپل رول لوبلو پر مهال خورا ډيره راحت وه.

ما واده کړی وو. دوه بچیان مې ول؛ خو طاقت مې ونشو. خپلې میرمن ته مې وویل، چې زه د سرې دیوې سره مینه لرم. ما د سرې دیوې شا نه پریښوده او په یوه او بله بهانه به مې د هغې سره لیدل. ښځه مې هم نوره پوه شوه. او خپله لاړه د طلاق غوښتنه يې وکړه. میرمن مې پریښوده.
ما د هغې د پلار د مړینې پر مهال د هغوی د کورنۍ سره ډیره خواخوږې وکړه. او د هغوی په کورنۍ او سرې دیوې مې ځان ګران کړ. همدې وړو وړو کارونو زه هغې ته ورسولم.”

بوني کپور وايي، “که زه شاه جهان وای، ما به هغې ته تاج محل جوړ کړی و؛ او که زه رسام وی، ما به د هغې تصویرونه رسم کړي ول؛ خو زه یو فلم جوړونکی یم او زه په هغې د فلم جوړولو نه بل هیڅ وس نه لرم.”

بوني کپور او سرې دیوې په ۱۹۹۶ کال کې واده وکړ او اوس دوه لورګانې لرې.

د سرې دیوې ویر:
د سینمايي ستور سربیره د نړۍ په لرو بر کې د سرې دیوې مینوال د هغې ویر ژاړي. فلمي ستورو په خپلو ټویټرو پاڼو د سرې دیوې په اړه ګڼ ټویټونه کړې او د هغې ویر يې ژړلی دی.
ممبيي کې د سرې دیوې په کور کې د هندوستان مشهور فلمي ستوري او دولتي چارواکي د سرې دیوې د جنازې مراسمو ته ورټول شوي دي.

افغانان او سرې دیوې:
ګڼ افغانان هم په ټوله کې د هندي فلمونو او په ځانکړي ډول د سرې دیوې مینوال دي. د سرې دیوې سره د افغانانو اشنايي د سرې دیوې د ((خدا ګواه)) فلم له امله هم ده. دا د امیتاب بچن او سرې دیوې ګډ فلم دی، چې ځينې برخې يې په افغانستان کې جوړې شوې دي. دا د هندي سینما له شهکار فلمونو څخه ګڼل کیږي.

دوهمه دلیل، د سرې دیوې بیساری ښایست و، چې د ګڼو ځوانانو سترګې ورپسې وې. ډیر افغانانو د سرې دیوې د ځوانۍ پوسټرونه هغه وخت د ښوونځي په کتابچو کې ګرځول.

د خدا ګوا فلم سندره؛

سرې ديوې، لومړۍ ښځینه سوپرسټار:
سرې دیوې څلور کلنه وه، چې د لومړي ځل لپاره په تامیلي ژبې فلم کې ولوبیده. هغه د خپل ځانګړې استعداد له برکته ډيره وځلیده او د هندوستان د فلمي نړۍ لومړنۍ ښځینه سوپر سټار وبلل شوه. هغه په ۱۹۷۵ کال کې سینما ته راغله او د لومړي ځل لپاره يې هندي فلم په ۱۹۷۸ کې د سلوا سوان په نوم جوړ کړ.

د هغې د لومړنیو کامیابو فلمونو څخه یو هم همت والا و، چې په ۱۹۸۳ کال کې خپور شو. په بالیووډ کې د هغې لومړني مشهور فلمونه؛ نګینا، میسټر انډیا چاندي، لمحې، چلباز او نور دي.

د هند ولسمشر پرناب مکرجي سریدیوي ته مډال ورکوي

په ۱۹۸۰ یمو او ۱۹۹۰ یمو کلونو کې سرې دیوې د بالیووډ د نجونو میره وه او د هر چا په خوله د سرې دیوې نوم و.

هغې تر ۳۰۰ ډير فلمونه په تیرو ۵۰ کلونو کې په هندي، تامیلي، تیلګو او ملایمي ژبو جوړ کړل.

د هند حکومت نوموړې ته په ۲۰۱۳ م کال کې پادما شري ایوارډ ورکړ چې ددې هیواد څلورم تر ټولو لوړ ملکي ایوارډ دی.

نوموړې له واده وروسته ۸ کاله له فلمونو لرې وه، خو په ۲۰۱۲ کال کې په اینګلیش وینګلیش فلم کې کار وکړ او یو ځل بیا ښه وځلیده. ټاکل شوې وه چې هغه به د شارخ خان په راتلونکې فلم زیرو کې هم د کیمو په توګه راڅرګنده شوې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات