لوبې

سریلینکا په خپل کور کې بنګالیانو ته ماتې ورکړه

د بنګلدیش سفر سریلینکا ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د بنګالیانو په زیان تمام شو.

پرون د اپرېل په ۴مه د کولامبو په پریمدسا لوبغالي کې کوربه سریلینکا د بنګلدیش په وړاندې په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې بریا ترلاسه کړه.

د لوبې ټاس بنګلدیش ګټلې وه؛ او لومړۍ یې توپوهنه غوره کړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو او د ۷.۷۵ رنځ رېټ په درلودلو سره 165 منډې جوړې کړې او د ۱۶۶ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.

د بنګلدیش توپوهونکو له لورې مصدق حسین ښه توپوهنه وکړه؛ او په ۳۰ توپونو یې ۳۴ منډې وکړې، او د لوبې تر پایه ناټ اوټ پاتې شو، خو محمد الله بیا ۲۶ توپونو ۳۱ منډې وکړې؛ او ملینګا یې ویکټ ترلاسه کړه. سومیا سرکار بیا ۲۹ منډې جوړې کړې او سانجایا یې ویکټ ترلاسه کړه، صابر الرحمان په ۱۶منډو ناټ اوټ پاتې شو، خو شکیب الحسن په ۱۱ ، مشرف مرتضی په ۹، مشفق الرحیم په ۸ او تمیم اقبال بیا په ۰ صفر خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د همدې لوبې په اننګز کې د بنګال توپوهونکو ۱ شپږیزه او ۱۳ څلوریزې وهلې وې.

بنګلدیش د توپوهنې په اننګز کې ۱۷ اضافي منډې هم ترلاسه کړې، او د شل اورونو د لوبولو وروسته یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ټول ټال ۱۵۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۶ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د سریلینکا توپ ویشتونکو له لورې لاسیټ ملینګا د ۳۸ منډو په ورکولو سره دوه بنګالي توپوهونکو اوټ کړي وو. خو سانجایا، اسیلا او پری سانا بیا ۱، ۱ یو، یو لوبغاړی له مخې پورته کړی و.

د سریلینکا توپوهونکو هم بهترینه لوبه پرون په پریمدسا لوبغالي کې نندارې ته وړاندې کړه؛ پرېرا وو چې توپوهنې یې سریلینکا له ماتې وژغورله، او د ۱۴۵.۲۸ سټرایک رېټ په درلودلو سره یې په ۵۳ توپونو یې چټکې ۷۷ منډې جوړې کړې چې ۱ شپږیزه او ۹ څلوریزې یې هم په توپوهنه کې شاملې وې. تارانګا بیا په ۲۳ تونو ۲۴ منډې وکړې؛ چې په لوبه کې یې ۴ څلوریزې شاملې وې. خو پری سانا بیا ۲۲، ګونراټېن ۱۷، مونوویرا ۸، او پرېرا بیا ۴ منډې جوړې کړې؛ سریلینکا په خپل اننګز کې ۶ اضافي منډې هم ترلاسه کړې وې.

خو بالاخره د سریلینکا توپوهونو د ۸.۳۸ رنځ رېټ په درلودلو سره د لوبې د ۱۹م اور په پینځم توپ له هدف څخه دوه منډې هم اضافه کړې، او د شل اوریز سیریز په لومړۍ لوبه کې یې بنګلدیش ته په ۶ ویکټو او ۷ توپونو ماتې ورکړه.

په همدې لوبه کې ار اي جی مارتېنز او ار ار ویمالساري د میدان لوبڅاران، خو ار اس ای پالیاګوریج بیا د تلویزونو لوبڅار دنده پرمخ وړله.

د لوبې غوره لوبغاړي جائزه هم د سریلینکا پرېرا ته ورکړل شوه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */