سپورټ نړیوال کرکټ

سریلنکا د ویسټ انډیز خلاف د ټیسټ سیالیو سیریز مساوي کړ 

 د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز سفر په لمړۍ ټیسټ لوبه کې په ماتې سره پیل کړی و، خو په دویمه سیالۍ کې د لوبې د ډرا یا برابرولو وروسته په وروستۍ دریمه سیالۍ کې کوربه ویسټ انډیز په خپل کور کې مات کړ.

 د ویسټ انډیز په کوربه توب د میلمه سریلنکا او کوربه ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز په ستر توپیر سره سریلنکا ته ماتې ورکړې و، خو په وروستۍ دریمه لوبه کې بیرته سریلنکا ویسټ انډیز څخه د ۴ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه.

 په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې ۲۰۴ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې یې سریلنکايي لوبډله په ۱۵۴ منډو وسوځیده.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې د سریلنکايي بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړی او ټوله لوبډله یې د ۹۳ منډو جوړولو وروسته د لاسه ورکړه او په سیالۍ کې سریلنکا ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکل شو، چې سریلنکا د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ.

 که څه هم په سیالۍ کې سریلنکا بریا خپله کړه، خو پکې ویسټ انډیزی کپتان جیسن هولډر د ۸۹ منډو جوړولو او ۹ ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ لوبو لړۍ په لمړۍ سیالۍ د روانې جون میاشتې له ۶ مې نیټې څخه پیل شوې، چې نن په مساوي توګه پای ته ورسیده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی