سپورټ نړیوال کرکټ

سریلنکا د میلمه نیوزلېنډ خلاف ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه

اعلان

لیکنه:بهار سمسور

روانه اونۍ نیوزلېنډۍ کریکټ ملي لوبډله سریلنکا ته رسیدلې او له کوربه لوبډلې سره د دوه ټېسټ لوبو لپاره په تیاریو بوخته ده.

سریلنکا هم د پخوانی لوبډلمشر دینېش چندیمال،اکیلا دانانجایا او دیلروان پریرا په شتون کې خپله ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

چندیمال د اسټرالیا په سفر کې د بې کاره لوبو له امله له ملي لوبډلې پاتې شوی و او یو وار بیا په ټېسټ لوبډله کې شامل کړل شوی دی.

په دې ۲۲ کسیزه لوبډله کې:

لوبډلمشر ډیمت کاروناراتني،انجیلو ماتیوز،دینېش چندیمال،لاهیرو تیریماني،کوسل میندېس،کوسل پریرا،نوریشن ډیکویلا،دانانجایا دیسیلوا،انجیلو پریرا،اوشادا فیرنانډو،دانوشکا ګوانتلیکا،شیهان جیسوریا،چامیکا کارونارتني،دیلروان پریرا،اکیلا دانانجایا،لاسیت ایمبولدینیا،لاکشان ساندکان،سورنګا لکمال،لاهیرو کمارا،ویشوا فیرنیدډو،کاسون راجیتا،او اسیتا فیرنانډو، شامل دي.

نیوزلېنډ هم،چې په اسیا کې دوه ټېسټ لوبې کوي،زیاتره تکیه یې پر سپېن ارام توپ اچونکو باندې کړې ده.

د دواړو لوبډلو سریلنکا او نیوزلېنډ تر منځ لومړۍ ټېسټ لوبه روانه میاشت په ۱۴ تاریخ په ګیل لوبغالي کې،خو دوهمه لوبه به بیا په ۲۲ تاریخ په کولمبو پي سارا اووال نومي لوبغالي کې تر سره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی