لوبې

سریش راینا د چینايي سوپر کینګز لوبډلې پریښود

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی سریش راینا چې د نږدې یو کال راهیسې د هند په ملي لوبډلی کې هم نه دی راڅرګند شوی؛ د اي پي ایل سیالیو کې لوبیدونکې چیاني سوپر کینګز لوبډلې د خپلو ساتل شویو لوبعاړو د لیست څخه ویستلی دی.

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د (IPL) آي پي ایل په نامه سره مشهوره دي، پکې د چینايي سوپر کینګز او راجستان رایلز لوبډلې په سیالیو کې د فساد کې ښکیلیدو له کبله د هندوستان کرکټ بورډ ادارې اړوندې څانګې لخوا د ۲ کلن بندیز سره مخ شوې او پر ځای یې دوه نورې لوبډلې د ګجرات لاین او پوني رایزینګ سوپر جاینټ لوبډلې په سیالیو کې شاملې شوې.

د دوه کلن بندیز وروسته یو ځل بیا دواړو لوبډلې دغه تجارتي لیګ ته راستنیږي او د اي پي ایل سیالیو حکومتي شورا به د ۲۰۱۸ م کال د غه سیالیو لپاره د لوبغاړو د ځان سره ساتنې یا (Retention Policy) اعلان کړي.

د  (Zee News India)ویب پاڼې د معلوماتو له مخې هره لوبډله به د ۲۰۱۸ م کال د اي پي ایل سیالیو نیلامۍ څخه وړاندې ۳ لوبغاړي ځان سره د ساتنې لپاره اعلان کړي، چې پکې به دوه هندي یو بهرنی لوبغاړی شامل وي.

د معلوماتو پر اساس د چینايي سوپر کینګز لوبډلې مینیجمینټ څانګې د خپلو دریو لوبغاړو په اړه خبر داری ورکړی، چې پکې هندی مهیندر سینګ ډوهني د لوبډلمشر په توګه، بل هندی راوي چندران اشوین او جنوبي افریقايي کپټان فاف ‌ډوپلیسیز شامل دي، خو سریش راینا، چې د دغه لوبډلې د یو مهم کلیدي لوبغاي رول لوبولی او د تیر پړاو سیالیو کې د ګجرات لاینز لوبډلې لپاره د لوبډلمشر په حیث ولوبید؛ په دغه لیست کې نه دی شامل شوی.

چپ لاسی توپ وهونکی سریش راینا به اوس د نورو لوبغاړو په څیر نیلامۍ ته وړاندې کیږي او د ۸ لوبیدونکو لوبډلو څخه یې هره یوه د رانیولو هڅه کولی شي.

خو لا هم لوبډلې د ریټینشن پالیسۍ باندې نه دې باوري، دوي وايي د اي پي ایل سیالیو حکومتي شورا د ۲۰۱۸ م کال سیالیو لپاره د لوبغاړو د ځان سره ساتنې یا (Retention Policy) د نوامبر میتشتې په ۲۱ مه نيټه اعلانوي او بیا هره لوبډله کولی شي د خپل پلان له مخې ځان سره لوبغاړي وساتي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی