ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

ستاسو په سیمه کې اختر څه ډول نمانځل کېږي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: حمیدالله حمیدي

اختر د ټولو مبارک شه !
که مسافر وي، که د یار په خوا کې وینه.

اخترونه په ټوله کې په اسلامي فرهنګ او عنعناتو کې د خوښۍ او خوشحالۍ پیغام له ځان سره لري. د افغانستان په هره سیمه کې اخترونه په بېلا بېلو ډولونو نمانځل کېږي. چې کېدای شي د ځینو سیمو رواجونه یو څه سر ورته وي.

زموږ په سیمه میدان وردګو، په تېره بیا چک او زموږ په دره (عربانو) کې اوس د تېر په پرتله د اخترونه نمانځل یو څه پیکه شوي دي. کېدای شي لامل یې جنګ، جګړې او بې وزلي وي. او یا دا وي چې د هر کلي نیمایي خلک د هېواد نورو ولایتونو په تېره بیا مرکز ته کډه شوي دي.

پخوا به په سيمه کې له اختر څخه یوه ورځ وړاندې د شپې له خوا اورونه بلېدل، کليوال، تنکي ځوانان او ماشومان به پر کورونو د سدرې ټولولو لپاره ګرځېدل. دغه دودونه که بخي له منځه نه وي تللي، خو یو څه سره بې خونده شوي دي. دا ځکه چې د امنیت د خرابوالي له کبله میندې او پلرونه تر ډېره خپلو ماشومانو ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د شپې له کوره ووځي، په کورونو د سدرې ټولولو لپاره وګرځي او یا هم په غرونو کې اورونه بل کړي.

اوس يواځې د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ځي، ډوډۍ خوري، خبرې او مجلسونه کوي. د کلیوالي دود له مخې د کور ماشومان او مېرمنې د شپې لخوا پر خپلو لاسونو نکریزې ږدي. سهار وختي له هره کوره ډلې ډلې ځوانان او نارینه ماشومان هغه چې پر خپلو پښو د تګ وي، د چای له پتنوس، پیالو، ډوډۍ، کېک کلچو، کوچو، غوړ او نورو وچو مېو سره د جومات پر خوا روانېږي. د کور مشر خو لا د ملا له اذان سره ځان جومات ته رسولی وي.

د جومات ملا امام د سهار له لمانځه وروسته د کلي خلکو ته مسلې کوي، چې په کوچني اختر کې یې د خبرو اصلي موضوعو صدقه فطر او په لوی اختر کې بیا قرباني وي. له وعظ او نصحیت ورسته د کلي ملا د قران کریم د څو ایاتونو په ویلو سره د سهار د چای پیلامه کوي. کلیوال هڅه کوي، د خپلو نورو ګاونډیانو هغه چې زړه یې غواړي پر چای ځان ور شریک کړي، چې دغه څه بېل خوند لري. د چایو د پیالو ادلون او بدلون بیا د چای راړونکي یا د کور د ست یار لپاره لوی سرخوږی وي، ځکه وایي غریب مړ کړه خو کالي یې مه څیروه. د چای له خوړلو وروسته د کلي مشر له یوه لوستي کس سره چې اوږد لېست یې په لاس کې وي د ملا څنګ ته ورځي. د کلي له سره یې پیلوي، احمد لس کسه! او محمود بیا ۱۵ کسه!

کلیوال د دې لپاره چې خپل تربور ته کم را نه شي، که یې لري یا یې نه لري ښه په درز کې د ملا مخې د خپلې کورنۍ د غړو د شمېر په اندازه یوازې او یوازې د کلي ملا ته صدقه فطر ورکوي. دا چې تر اوسه پورې زموږ په سیمه کې د جمعې او اختر لمنځونه نه دي دود شوي، نو له دې نندارې وروسته د کلي ملا پر خپلو برېتونو لاس را کش کړي، د خیر دعا وکړي او کلیوال یو بل ته ور غاړې وځي. د ځینو په زړونو کې خو لا کینې دومره رېښې خورې کړې وي، چې که یې له کوم بل کلیوال سره د پولې پر سره هم شخړې کړې وي، په زړه یې د رحم اوبه نه توېږي او ټېټ سره له جوماته وځي.

چای هم د دې لپاره جومات ته راوړی وي، چې سبا یې کوم کلیوال ورته پېغور ورنه کړي، چې ګواکي په فلاني اختر کې دې جومات ته چای نه و راوړی. ماشومان چې زړونه یې له کینې او هر ډول حسده پاک دي، په خوښۍ او خوشالۍ د کلي له بر سره تر کوز سره پورې کور په کور ګرځي او اختری ټولوي. زموږ په سیمه کې ډېری کلي سره نېږدې دي، نو ماشومان هڅه کوي نیږدې کلیو ته هم د اختري تولولو لپاره ورشي. د کلي ځوانان بیا کور ته په کتو د اختري لپاره ورځي، که پوه شي چې په کوم کور کې ورته جوش کړې هګۍ او یا له دې هم ښه شی نه میلاوېږي، خواته یې هم نه ورځي. لویان بیا هڅه کوي په کلي کې هغه کورونه ته سر ور ښکاره کړي، چې د لوی عمر کسان په کې وي او یا یې په لنډو وختونو کې د کورنۍ کوم غړی وفات شوی وي.

د کلیوالو تر منځ مېلمستیاوې پخوا ښې په درز کې روانې وي، خو اوس یې هم که د اختر په ورځ د کورونو د وېش پر سر تر منځ لانجه ډېره نه وي سخته شوې، په خپلو منځونو کې په تر تیب سره لږ تر لږه د اختر درې ورځې مېلمستیا کوي، چې دغه څه زموږ د کلي د معصومو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوښۍ لپاره یوه کوچنۍ بهانه او د ټول کال د انتظار پخه شوې مېوه ده، خو د مشرانو لپاره بیا لوی سر باری وي.

د اختر په ورځو کې خلک هڅه کوي، چې د نیږدې خپلوانو او دوستانو کره ورشي، خو لرې هغو ته بیا اوس د ټلېفون پر مټ مبارکي ورکوي، چې دا په کې نوی بدلون دی. که څه هم کار یې اسانه کړی دی، خو د زړونو پر نیږدوالي یې یو څه منفي اغېز کړی. دغه خوښۍ یوازې درې ورځې دوام کوي. د کلي د مشرانو په خبره اوسني اخترونه د پخوا په پرتله ډېر بې خونده او رنګه دي. د یادولو وړ ده چې د افغانستان په هره سیمه کې اخترونه په بېلا بېلو ډولونو نمانځل کېږي، چې اتڼونه، هګۍ جنګول او نور یې د خوښۍ مشهور دودونه او لوبې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران