روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

ساینس: که غواړئ سالم ذهن او بدن ولرئ، نو دا ۴ کارونه وکړئ

لیکنه: لاچلن براون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

“د سالم ذهن او بدن لپاره تر ټولو ښه عادتونه کوم دي؟” دا هغه پوښتنه ده، چې په زرګونو ځلې پوښتل شوې او ممکن هر چا سره په ذهن کې هم وي.
خبره دا ده، هر هغه څوک چې تا د یوه عادت خپلولو ته هڅوي، په دې مانا نه ده چې هماغه عادت له هغه سره مرسته کړې او له تا سره به یې هم وکړي. موږ ټول انسانان سره یو شان نه یوو؛ توپیر لرو. هغه څه چې له بل سره مرسته کولی شي، ښایي له تا سره یې ونشي کړای.
په همدې اساس، څنګه کولی شې داسې “سالم عادتونه” خپل کړې، چې وکولی شي له تا سره مرسته وکړي؟
ښه او مثبته علمي څیړنه هغه ده، چې ته ترې ډیرڅه زده کړې او د ګټې اخیستو چانس دې ترې زیات وي. دا څیړنه د دې لپاره شوې چې ته باید نه کنټرول کیدونکي فکتورونه له منځه یوسې.
په همدې اساس، په دغې لیکنه کې غواړم له تاسې سره هغه څلور عادتونه شریک کړم، چې ساینس منلي دي او ګټې یې په اثبات رسولې دي:

۱- ځغاسته (مڼډه وهل)
انسانان د مڼدو وهلو لپاره پیدا شوي او ټول عمر یې په مڼډو تیریږي. ځینې کسان یوې مړۍ روزي پسې مڼډې وهي، ځینې کسان سبق زده کولو پسې مڼډې وهي او بیا ځینې کسان سربیره په دې دوو کارونو، د خپل روغتیا ساتلو لپاره منډې وهي (ورزش کوي).
په همدې اساس، دا کومه اریانوونکې خبره نه ده چې دغه څیړنه دا په ډاګه کوي، چې ستا د جسمي او رواني روغتیا لپاره تر بل هر عادت څخه مڼډه وهل ښه دي.
د (۲۰۱۴) عیسوي کال یوه څیړنه چې د امریکا د زړه پیژندنې د کالج په ورځپاڼه کې خپره شوې وه، ښوولې چې د ورځې له مخې له پنځو څخه تر لسو (۵-۱۰) دقیقو پورې په کراره مڼډې وهل د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو او د ناڅاپي مړینې خطرونو کچه راټیټوي.
د (۲۰۱۷) عیسوي کال یوې بلې څیړنې دا په اثبات رسولې، چې په ټوله کې هغه کسان چې مڼډې وهي د هغو کسانو په پرتله چې نه یې وهي، د وخت نه مخکې د مړینې خطر له (۲۵٪-۴۰٪) پورې راټیټوي او لږ تر لږه (۳) کاله یې د عادي کسانو په پرتله عمر زیات وي.
بل خوا بیا ځینو څیړنو ښودلې، چې ځغاسته او یا هم نور تمرینونه نه یوازې دا چې ستا فزیکي روغتیا ته ګټه رسوي، بلکې د اظطراب او ژور خپګان کچه هم راټیټوي او په ارامتیا بښلو کې درسره مرسته کوي.
په ځینو څیړنو کې ان داسې راغلي، چې د اضطراب او ژور خپګان د لرې کولو لپاره ځغاسته او نور تمرینونه انسان ته د درملو په شان ګټه رسوي.

۲- د بدن ښکلا کلپ ته تلل
که چیرې خبره په روغتیا وڅرخي، نو د بدن د ښکلا کلپ ترټولو غوره انتخاب دی.
یوې څیړنې دا په اثبات رسولې چې د بدن ښکلا کولی شي ستا عمر کې کالونه زیات کړي. د (۲۰۱۴) عیسوي کال یوې (UCLA) څیړنې دا په ډاګه کړې، څومره چې زموږ عضلې غښتلې او له قوته ډکې وي، نو په هماغه کچه به زموږ د وخت نه مخکې د مړه کیدو چانس هم لږ وي.
د بدن ښکلا کلپ ته په تلو سره ستا خوب هم ښه کیږي او د خوب له کمښت سره به مخ نه یې.

۳- فیسبوک او نورې ټولنیزې شبکې زیات نه کارول
لکه څنګه چې ته دا متن لولې، نو ښايي دا خبره دې خوښه نه شي او ښه درباندې ونه لګیږي، خو څیړنه غواړي دا دروښيي چې له فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو لیرې پاتې کیدل ستا ژوند ښکلی کوي او له خوښۍ یې ډکوي.
یو وخت په ډینمارک کې څیړونکو د خپلې څیړنې لپاره له ځینو خلکو غوښتي وو چې د یوې اونۍ لپاره فیسبوک او نورې ټولنیزې شبکې ونه کاروي، ترڅو د خلکو په ژوند او خوشالۍ یې منفي اغیز په ګوته کړي. په پایله کې، دغو څیړونکو دا موندلې وه، هغوی چې زیات فیسبوک او نورې ټولنیزې شبکې کارولې د هغو خلکو په پرتله زیات غمجن، خپه او تنهايي خوښوونکي وو، چې نه یې وي کارولې.
بل خوا ځینو څیړنو بیا دا موندلې چې له فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو زیاته ګټه اخیستنه انسان په ژور خفګان، قصد و کینه، تنهايي خوښونې او په خپل نفس د کم باورۍ په ناروغۍ اخته کوي.

۴- له طبیعت څخه لیدنه کول
یوه وینا ده چې وايي: “ورو تګ مې له طبیعته زده کړ. ځکه، طبیعت ورو ځي او تل ښکلی دی”
موږ ډیری وخت خپل ژوند د کور دننه تیروو او د ښار جوړونې له ریاسته او ټکنالوژۍ څخه مننه کوو چې زموږ ژوند یې په خپل کنټرول کې نیولی.
له بده مرغه، دا په دې مانا چې موږ د طبیعت له ښکلاوو څخه لیدنې ته په کافي کچه وخت نه ځانګړی کوو. خو څیړنو دا په اثبات رسولې، چې د طبیعت (ځنګلونو، غرونو او بهرونو) له ښکلاوو څخه لیدنه کولی شي چې زموږ د ژور خپګان کچه راټیټه کړي او خوشالي راوبښي.
په جاپان کې یوې څیړنې دا موندلې، هغه کسان چې له طبیعت څخه لیدنه کوي، د هغو کسانو په پرتله ډیر زیات خوښ دي، د زړه د حملې کچه یې ټیټه ده او په ژور خپګان نه دي اخته، چې په کورونو کې اوسیږي او د باندې نه وځي.
په پای کې، ساینس پوهان په دې باور دي چې موږ انسانان داسې پیدا شوي یوو، چې باید د طبیعت د ښکلاوو په لیدو سره د ارامتیا احساس وکړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل