ساینس او ټیکنالوژي

سامسنګ ګلګسي نوی فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

لیکنه: غازي عابد

لیکنه : احسان الله نوري

سامسنګ د شنبې په ورځ رسما خپل نوي فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ، ګلګسي ایس ۹ او ایس ۹+ که څه هم د جوړښت (ډیزاین) له پلوه ډیر ګلګسي ایس ۸ ته ورته دی، خو داسې ډیر څه نوي شته چې د پیرونکو پاملرنه ځانته اړوي، راځئ هغه ۹ اړینې ځانګړنې وڅارو چې ګلګسي ایس ۹ او ۹+ پرې نازیږي.

۱. کیمره
ډیرې داسې ځانګړنې په دې نوي زیرک موبایل کې شتون لري چې خریدار ځان خواته راکاږي خو دې کې شک نشته چې د سامسنګ نوې کیمره د کیمرو په بازار کې حکومت کوي.
سامسنګ تر ګلګسي نوټ ۸ وروسته د دوو کمیرو شتون په ګلګسي ایس ۹+ کې ورګډ کړ چې اوس مهال په نړۍ کې تر ټولو بهترین تصویر اخیستونکی دی، چې دو (اپریچر) لري مطلب که تاسي غواړئ په روښانه فضا او له لیرې تصویر واخلئ نو د اف/۲.۴ څخه ګټه اخیستی شئ، او که غواړئ په تیاره او له نژدې تصویر واخلئ نو د اف/۱.۵ (اپریچر) څخه ګټه پورته کولای شي چې دا تاسو سره مرسته کوي په هر حالت کې تر ټولو ښکلي تصویرونه خپل یادښتونو ته وسپارئ.

۲. سوپر سلو- موشن
سلو موشن یا د ویډیو ورو ثبتول کومه نوي ځانګړنه نده، خو سامسنګ ایس ۹ او ۹+ کې دا سوپر سلو-موشن په مرسته تاسې کولای شئ چې کټ مټ د اکشن فیلم په څیر ویډیو ثبته کړئ ځکه چې د نوي ښکلي کمیري سره تاسو د ۷۲۰پی لوړ کیفیت او ۹۶۰اف پی ایس په بڼه ویډیو ریکارډ کولای شي او ترټولو په زړه پوري لا دا چې ستاسې سامسنګ ایس ۹ په عادی بڼه د ویډیو ثبته پیلوي، خو چې کله کومه په زړه پورې صحنه رامنځته شي نو په اتومات بڼه سوپرسلو-موشن ته اوړي.

۳. آې ار ایموجي
دا ځانګړنه په ایفون لس کې هم وه، چې کله تاسې کوم تصویر واخلئ هغه په کارتون بدلولای شي، او تاسو چې څه ترسره کوئ هغه تاسې تقلیدوي، هغه چاته ډیر ګټور وي چې د ژوندي (لایو) ایموجي سره مینه لري.

۴. بیګسبی ژوندۍ (لایو) ژباړه
بیګسبی ژوندۍ ژباړه ډیره په زړه پورې ځانګړنه ده، چې په مرسته یې کولای شئ خپل د موبایل کییرې په مرسته هرهغه متن چې په بله ژبه کې وي خپل د خوښې ژبې ته راوژباړي البته دا کمال د ګوګل ژباړۍ(ګوګل ټرانسلټ) کې هم موجود دی، خو د سامسنګ ایس ۹ کمال دادی چې په ډیر کم وخت د کمیره په پرانیستلو له دې آپشن ګټه اخیستلای شئ.

۵. آی آر آیس خلاصونه ( آنلاک)
د فیکرپرینټ موقعیت هم اوس د کیمرو لاندنۍ برخه ته وړل شوی او د موجوده دوو امنیتي ځانګړنو سره سره چې یو فیس ایډي (یا د مخ په مرسته موبایل پرانیستل) او بل د ګوتې په مرسته د موبایل پرانیستل دي، خو سامسنګ پر دې هم بسنه نده کړې او آی آر ایس ټګنالوجي یې وړاندې کړې چې د بایومتریک په شان کار کوي او امنیت یې تر نورو بڼو ډیر ټینګ دی چې ان په ۱۰ میلوینه کې یواځې ۱ ځل کیداي شې غلت شې، دا وړاندوینه شوې چې د سامسنګ آی آر ايس سکنر تر آیفون ۱۰ فیس آنلاک ۱۰ مرتبې امنیت لوړ دی.

۶. اکس پډ
دا هغه کسانو ته چې پرزینتیشن ورکوی او یا هم تجارتې مسایل څیړي تر ټولو ښه ځانګړنه ده چې په مرسته یې کارکوونکی کولی شي خپل سامسنګ ایس ۹ یا ایس ۹+ د کمپیوټر په بڼه استعمال کړي. خو دې ته تاسو د اکس پډ یو اله او تلویزیون ته اړتیا لرئ.

۷. روښانه صفحه
سامسنګ د ښوونې صفحې پادشاه دی. چې تر نورو ټولو زیرک موبایلونو ښه ښوونه وړاندې کوي. او سامسنګ لومړي زیرک موبایل وو چې انفینیټي ښوونه یې بازار ته وړاندي کړه چې کاروونکو یې دروند هرکلی وکړو. او د سوپر امولیډ ښوونې په مرسته ښوونه لاهم ښکلي شوي او له پخوانیو موډالونو یې روښنایې هم ډیره ده. د ګلګسی ایس ۹ صفحه اندازه ۵.۸ اینچه او د ګلګسي ایس ۹+ صفحه اندازه ۶.۲ انیچه اندازه لري.

۸. سرعت او کړنه
د ګلګسي ایس ۹ سریس او ایس ۸ سریس سرعت او کړنه ډیر سره ټوپیر نلري. سامسنګ ایس ۹ د سناپ ډراګون ۸۴۵ چيپ په درلوده سره لا ښه سرعت او کړنه وړاندي کوي. دې سره سره د بیټرۍ کارکردګي هم ښه شوې. یو راپور په حواله ګلګسي ایس ۹+ چې ستره ښوونه هم لري آن تر یوې او نیمې ورځې چارچ ساتي، چې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد