سفر

زړو، چاغو او بدرنګو سټیورډیسانو قضیه وبایلله

د الوتنو له خدمو څخه یوې ډلې ” زړو، چاغو او بدرنګو“ سټیورډیسانو په دې وروستیو کې د روسیې پر یو مخکښ هوايي شرکت ( ایرو فلوټ) له دې کبله عریضه کړې وه چې له دوی سره د دوی د عمر، وزن او ظاهري بڼې په خاطر تبعیض کوي.

د الوتنو دې ښځینه کارکونکو ادعا کوله چې ( ایرو فلوټ ) هوايي شرکت هغه ښځینه سټیورډیسانې چې زړې دي، وزن یې زیات دی او یا بدرنګي دي له نړیوالو پروازونو څخه کورنیو پروازونو ته په کمه تنخوا بدلې کړي دي.

دا هغه ادعا ده چې دا هوايي شرکت یې نه مني.

خو په دې اونۍ کې په مسکو کې محکمې ددې ډلې چې ځان ته ( چاغې، زړې او بدرنګې سټیورډیسانې ) وايي عریضه رد کړه.

ایوګینیا مګورینا چې یو سټیورډیسه ده وايي ( ایروفلوټ) هوايي شرکت ځینې داسې اصول او معیارونه ټاکلي چې له مخې یې دا مهمه ده چې د الوتنې یوه خدمه باید څنګه ښکاره شي. هغوی چې پر دې اصولو برابر نه دي له اوږدو الوتنو لرې کیږي.

نوموړې وايي تیره کال دې هوايي شرکت ظاهرا ددې لپاره چې نوی یونیفورم ورته ورکوي د ټولو ښځینه سټیورډیسانو عکسونه واخیستل، او د هغوی وزن او قد یې اندازه کړ.

نوموړې وايي د عکسونو له اخیستو وروسته یې ورته مشر وویل چې ته ډیره چاغه یې او د نړیوالو الوتنو لپاره مناسبه نه یې.

ددې په وینا هر څوک چې تر څلوېښت کلونو زیات عمر ولري دا هوايي شرکت یې په نړیوالو پروازونو کې نه پریږدي.

خو د ایروفلوټ هوايي شرکت وکیل، محکمې ته ویلي” دوی چا سره د ظاهرې بڼې ، جنس، مذهب او نورو بنسټونو تبعیض نه کوي.“

د هوايي شرکت د وکیل په وینا دوی دا اقدام د روسیې د کار د قوانینو او د نړیوالو الوتنو د اصولو سره سم کړی دی.

ددې هوايي شرکت وکیل ویلي، هندوستان، چین او ازبکستان کې هم د الوتکې پر خدمه وو یو ډول محدودیتونه شته او دا د دوی د کاروبار لپاره اړین دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */