د ګټې خبرې روغه سټه

زړه د بدن بادشاه دی

په قران کریم او نبوي احادیثو په رڼا کي زړه د ټولو اعمالو، احساساتو، ولولو او فکرونو محور دی. الله تعالی فرمایي:

ژباړه: او شهادت مه پټوۍ او هر څوک چي هغه پټ کړي نو بې شکه چې د هغه زړه ګنهکار دی.(البقره: ۲۸۳)

له دې ایات څخه معلومیږي چې زړه د انسان د نورو اعضاوو بادشاه دی او د اکثرو اعضاوو د کړنو مسولیت لري.

په سپېڅلي کتاب قران کریم کې الله تعالی وایي:

ژباړه: او بې شکه چې هرومرو موږ د پېریانواو انسانانو ډېر کسان د دوزخ لپاره پیداکړي دي، هغوی زړونه لري خونه پرې پوهیږي، سترګې لري خونه پرې ویني اوغوږونه لري خونه پرې اوري. (الاعراف: ۱۷۹)

په پورته آیت کي زړه ته داسې اشاره شوې ده چې زړه د پوهې مرکز دی، یعني انسانان او پېریان زړونه لري خو د دوی زړونه د پوهې څرک نشي کولای. که دماغ هرڅه کولای شوای نوالله جل جلاله به د زړه پرځای دماغ ذکر کړی وای او حال دا چي زړه راغلی دی.

طب پوهانو تر پرونه پورې په دې باور وه چې زړه وینه پمپ کوي او بس، او اصلي مرکز دماغ دی؛ او ټول فلیسوفان په یوه خوله وه؛ خواوس نوي ساینس دا ثابته کړه چې داسې نه ده، بلکه زړه د انسان په فکراوعمل کې بنسټیز رول لوبوي.

په قران کریم او احادیثوکې زړه د انسان د ټول ذهنیت، جذباتواواحساساتو سرچينه ده، چې تر نولسمې پېړۍ پورې ټول ساینس پوهان په دې عقیده وه چې زړه یواځې وینه پمپ کولای شي، او د ساینس د ترقۍ له کبله د قران کریم داحقیقت روښانه شو، او د شلمې پېړۍ په نیمایي کې ساینس پوهانو دا ښکاره کړه چې په زړه کې هم د دماغ په ډول حجرې شتون لري چې ددې څرګندونوڅخه وروسته دا ثابته شوه چې زړه د ذهنیت یوه سرچينه ده.

ليکنه:پوهنيار سيداصغر هاشمي

پر دې موضوع باندې د لومړي ځل لپاره د کاناډا یوساینس پوه ډاکټر(جې انډر یوارمر) د دې بنسټ کېښوداو د طب یوه نوې څانګه یې د انسان د زړه عصبي سیستم سره یادیږي،رامینځته کړ؛ ډاکټر(ارمر) زیاته کړه چې د انسان په زړه کې یوکوچنی دماغ شتون لري.

ډاکټر(ارمر)د خپلوتجربوپه پایلوکې وویل چې په زړه کې(۴۰۰۰۰) عصبي حجرې شتون لري، او دا هغه حجرې دي چي دماغ ورڅخه جوړ شوی دی، چې داپه دې اندازه عصبي حجرې په زړه کي دا ثابتوي چې زړه خپله دماغ لري او بل دماغ ته اړتیا نه لري؛ د زړه دماغ ټول بدن نه معلومات اخلي او د دماغ له فیصلې وروسته حکم ټول بدن ته اوحتی ټول دماغ ته لارښوونې کوي، د دې څخه علاوه په دماغ کې یوه کوچنۍ حافظه هم شته چي ورته(Short (Term Memory وایي، د زړه د ضربان لپاره لوی دماغ ته کومه اړتیا نه لري اوهم دا وجه ده چې کله موږ یوه ناروغ ته زړه لګوواوحال دا چې داعصابوټولې رېښې پرې شوې وي خو بیا هم دزړه ضربان جریان لري، چې اوس موږ ورباندي پوه شوچې زړه خپل ځانته بېل عصبي سیستم لري او د هغه سیستم په مټ سره هر څه کوي.

د انسان زړه یوکوچنی دماغ لري او دا هم ویلای شوچې د انسان زړه د دماغ څخه بغیرهم خپل کارپه ښه ډول سره ترسره رسولای شي.

په اصل کي د انسان د روح مرکز زړه دی؛ په زړه کي ډېراحساسات نغښتي دي.

د انسان ټول احساسات په زړه کي راټول دي، او خلک دا محاوره عامه کوي چې، زړه مې غواړي چې فلانی کار وکړم، چي یقینازړه حکم ورکړی دی او دماغ هم ورسره تصدیق کړې ده، نوځکه د انسان ورته تلوسه وي چي دا کاربه ضرورکوي.

یو عالم وایي:
۱.زموږ ذهن زموږ د زړه یوه اله ده.

۲.زړه ته د انسان د ژوندیوه اله ویل کېږي.

۳.زموږ دماغ او بدن په داسي ډول سره جوړ شوی دی چې زړه دوی ته معلومات ورکوي، چې دماغ اوبدن بیا د دې معلوماتوتجزیه کوي، بدن پر احساساتو راځي او د دویم ځل لپاره دا معلومات زړه ته ځي.

۴.کله چې دامعلومات د دماغ څخه زړه ته راشي نوزړه بیاټول بدن ته عصبي اوکيمیاوي اشارې لیږي اوپه هغوکې څه بدلون راولي.

د زړه په هکله ننني نوي روغتیایي معلومات زباد ته رسوي، چې د الله تعالی ټولې ویناوې علمي اعجاز دی.

(۷: ۲ــ ۳ مخونه)
زما له اثره……

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */