کلتور او هنر

زيرک ټليفونونه؛ رسنيزي چارې او ننګونې!

لیکوال: زيرک فهيم  – جامعه ميليه اسلاميه پوهنتون ډهلي
د ټکنالوژۍ په اوسني دور کې زيرک ټليفونونو د انټرنيټ او خواله رسنيو پر مټ په لويه کچه پر خبري مارکيټ اغېزه پيدا کړې ده.

دې اغېزې په رسنيزۍ چارو کې د اسانياوو ترڅنګ د خبري پوښښ ته د رسنيو لاسرسی هم چلنج کړی دی.

په دې مانا چې د زيرک ټليفونونو توليدي کمپنيو په خپلو نويو ماډلونو کې د خواله رسنيو کاروونکو لپاره ټولې هغه اسانياوې برابرې کړي کولی شي د معلوماتو په نشر کې مرسته وکړي او مکمنه پېښه په تصويري او ليکلي بڼه تر فعالو رسنيو مخکې مارکيټ ته وړاندې کړي.

ښايي ډېر خلک زيرک ټليفونونو لکه نشراتي شبکې (راډيو، ټلويزيون…) خبري کانالونه ونه ګني خو زما په اند دا به ناانصافي وي، ځکه په هغه ډول چې رسنۍ د برښنيا پر مټ فعاليت کوي، دغسې زيرک ټليفونونو د انټرنيټ او خواله رسنيو په مټ ژورناليستيک مارکيټ ته لاسرسی پيدا کړی دی.

ژورناليستيک مارکيټ ته دا لاسرسی ځکه تر فعالو رسنيو ګړندی دی، چې د خواله رسنيو کاروونکي په خپله سيمه کې د پښو ويډيوګانې او عکسونه تر خبريالانو ژر ترلاسه او نشرولی شي.

موبايل ژورناليزم

د نړۍ په کچه يو عشاريه پنځه بېليونه وګړي زيرک ټليفونونه کاروي، چې تر نيمايي ډېر يې ويډيوګانې او عکسونه نشروي.

دا ويډيوګانې او عکسونه ممکن د شخصي ژوند په تړاو وي، خو د شويو سروې ګانو په اساس د خواله رسنيو ۷۵ سلنه کارونکي هر ورځ معلوماتي مواد نشروي. دا ځکه چې په دې ټليفونونو کې د معلوماتو د خپرولو لپاره توليدي کمپنيو ډېرې اسانياوې په پام کې نيولي دي.

لکه:

• د ليکلو اسانيتاوې، د ليکدود له نښو سره
• د ويډيو او عکس د اخيستلو کمېرې
• د غږ د ثبتولو ريکارډر او د انټرنيټ په مرسته لسګونه ډوله اپلېکېشنې چې د ويډيو او عکس د ايډيټ په پروسه کې مرسته کولی شي.

موبايل ټليفون او رسنيزې چارې

کلونه مخکې چې زيرک ټليفونونه په ننۍ بڼه بازار ته نه و عرضه شوي خبريالانو ته ستونزه وه، چې هر څه ژر دې وکولی شي ويډيوګانې، عکسونه او خبر د کمپيوټر په مرسته خپلو ادارو ته د نشر لپاره ولېږي.

د دې خنډ يو لامل دی و، چې د پښو پر مهال د يوه خبريال لپاره تر يوه حده ستونزه وي، چې کمپوټر دې استعمال کړي‌، ځکه خو د جګړو له ډګره خبرونه د جګړو له سيمو د خبريالانو د بېرته ستنېدو پر مهال نشرېدل.خو نن سبا د نړۍ کابو ټولې رسنيزې ادارې د زيرک موبايلونو په مرسته رسنيز چټک خدمات وړاندې کوي.

يانې يو ايډيټر کولی شي د پېښې پر مهال د دغو ټليفونونو په مرسته ژر تر ژره له خپل خبريال معلومات، ويډيو او عکسونه ترلاسه او نشر ته وسپاري.

په دې برخه کې يې ډېره همکاري د فسبوک او انسټګرام ده.

د بېلګې په ډول د نړۍ مشهور ټلويزيوني چينلونه د همدې ټليفونونو پر مرسته په فسبوک لايف نشرات کوي،همدا شان هغه کارپوهان کې په سفر مهال او يا له کور به بهر کمپوټر ته د نه لاسرسي له امله په سکايپ کې له ټلويزيونونو سره نه شول وصلېدای اوس ورته دا چاره زيرک ټليفونونو اسانه کړې ده.

په خبريالۍ کې د سمارټ يا زيرک ټليفونو بله ګټه دا ده، چې د پېښو پر مهال د غټو او قيمتي کمېرو د کارونې چې د ماتېدو خطر يې ډېر وي کارول کېږي.

دغه ډول ډېری خبريال کولی شي د خپلو رسنيو ټويټر او فسبوک پاڼې د خبر له سيمې ټويټ يا پوسټ کړي همدا لامل دی چې د مخکښو رسنيو مخاطبين ورځ تر بلې په زياتېدو وي.

په اوسنيو سمارټ ټليفونو کې د ښه کيفيت غږ د ثبتولو ريکارډ هم شته، چې د راډيو لپاره ترې ښه استفاده کېدای او د لايف نشرانو لپاره هم کارېدلی شي.

ننګونې

په دې وروستيو کې داسې ښکاري چې د تازه خبرونو مارکيټ د سيمارټ فون په وسيله د خواله رسنيو کارونکو خپل کړی دی.

دا ځکه؛ هرې سيمې ته د خبريال لاسرسی د سيمې د خلکو په کچه کم وي نو شونې ده چې د هغو سيمو، پېښې او تازه خبرونه تر رسنيو مخکې د خواله رسنيو کارونکي لاس ته ورشي.

په دې چاره کې د زيرک ټليفونو ونډه ځکه ډېره ده، چې د ساده ټليفونونو کارونکي نه شي کولی د خواله رسنيو پر مټ ويډيوګانې او عکسونه واخلي او بيا يې نشر کړي.

نو حل لاره څه ده!؟

تازه ترسره شويو سروې ګانو ښودلې، چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به د زيرک ټليفونو د کاروونکو شمېر تر پنځه بيليونو کسانو لوړ شي؛ نو رسنيو ته څه کول پکار دي چې پر خبري مارکيټ کنټرول ولري؟

د خواله رسنيو تيوري سپارښتنه کوي، چې د خبري مارکيټ د لاسرسي لپاره بايد دا موارد په پام کې ونيول شي.

• هش ټک کارول.
• د خبر سازو ادارو، ويانديانو او مشرانو د پاڼو ژر ژر چک کول.

يانې هش ټک کولی شي تاسو ته ټول هغه خبرونه را مخ ته کړي، چې د خواله رسنيو کاروونکي يې کاروي، د بېلکې په ډول (AFH) هش ټک د[ افغانستان ]لپاره کارول کېږي.

تاسو د دې هش ټک په وسيله کولی شئ تازه ټويټ يا پوسټ شوی خبر پيدا کړې په همدې ترتيب د خبر سازو ادارو د ويانديانو او مشرانو د خواله رسنيو پاڼې لايک کړئ او ژر ژر يې چک کوئ.

په ځانګړي ډول دا کار هغه مهال کوئ چې د اړوندې ادارې کوم خبر خبري ماحول جوړ کړی وي.

د بېلګې په ډول:

د پوهنې وزارت له لوري د زده کوونکو د اينفور د بدلولو مسئله.

ولسمشر دا طرحه رد کړه، نو رسنيو ادارو ته په لومړي سر کې ستونزه وي، چې په دې تړاو د ولسمشر نظر واخلي، ښه لاره دا ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ اړونده د خواله رسنيو پاڼې تعقيب شي.

لکه : ټوېټر، فسبوک او …. دغسې د پوهنې د وزير او وياند د خواله رسنيو پاڼې بايد چک شي، ځکه ممکن همدا خبر يې ټويټ يا پوسټ کړی وي.

په ټوله کې مهمه دا ده، چې رسنيزې ادارې له خپلو سرچينو سره دوامداره او ښې اړيکې وپالي او خبريالانو ته د لا هڅانده کېدو سپارښتنې وکړي څو هر څه ژر تازه خبر ته لاسرسی پيدا کړي.

زيرک فهيم
جامعه ميليه اسلاميه پوهنتون ډهلي/ د اپريل 4مه نېټه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */