خواړه روغه سټه

زعفران خفګان له منځه وړي او ذهن پیاوړی کوي

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

۱- د زعفرانو بوټی
د زعفرانو ګل بنفش رنګ پاڼې لري، په منځ کې درې نارنجي مثلث ته ورته ډنډې شتون لري. د دې نبات د کښت مرحله د انسان له خوا ترسره کیږي. زعفرانو ته د ځمکې سره زر وایي، هم یې کرنه اسانه ده، هم ښه حاصلات لري او د خرڅلاو ښه بازارونه هم لري.
تاسې به لیدلي او اوریدلي وي چې د افغانستان حکومت له ډیره وخته هڅه کوي بزګرانو ته د زعفرانو تخم ورکړي چې ویې کري او په دې سره د کوکنارو مخنیوی وکړي. که څه هم حکومت تر اوسه په دې کې نه دی بریالی شوی، خو یوه شدیده اړتیا یې شته، ځکه زغفران هم روغتیا ته ښه دي او هم قانوني او تر څنګ یې په نورو هیوادونو کې ډیر پيریدونکي لري. یعنې له زموږ له اقتصاد سره هم ښه مرسته کولی شي. په دې هیله چې یوه ورځ د کوکنارو په ځای په پټیو کې د زعفران زیړ بوټي وګورو.

۲- زعفران روغتیا ته ګټه لري
زعفران ډیر مګنیزیم، ویټامین سی، اوسپنه، پوټاشیم او ویټامين B6 لري. منګنیزیم د وینې د ګلوکوز کچه تنظیموي او همدارنګه په بدن کې د میټابولیزم او کلسيم په رامینځته کیدو کې مرسته کوي.
همدارنګه ویټامين سي د مکروب ضد دی، اوسپنه د وينې پاکوونکی او ويتامين B6 د وينې حجرو او اعصاب په آرامۍ او جوړولو کې مرسته کوي. پوتاشیم د بدن د توازن ته ګټه رسوي او که په بدن کې خورا کم وي، نو د عضلات درد به رامینځته کړي.

۳- زعفران د خپګان ضد دي او ذهن پیاوړی کوي
د زعفرانو په اړه روغتیايي څېړنې وايي: زعفران د اعصابو لپاره فوق العاده ګتور دي. له خوړلو سره یې ذهن سکون پېدا کوي. ځیني کسان په ناڅرګندو دلایلو نارامه او خفه وي، یا د شپې خوب نه ورځي، یا ځیني کسان د ډېر کار له امله د ستړیا احساس کوي چې د ډاکټرانو په وینا د زعفرانو خوړل، د ددوی لپاره ښه درمل دی. ځکه زعفران په طبیعي ډول انسان خوشحاله ساتي.

۴ -زعفران د سرطان ضد خواص لري
زعفران د سرطان ضد خواصو له امله د ډول ډول سرطانونو مخنیوي کې مهم رول لرلی شي، د غاښ درد تسکینوي، همدارنګه د عمر له جګیدو سره د ځینو کسانو په پوستکي کې تور بخنه ټاپې راووځي چې زعفران د دې شي مخنیوی کوي. او د وینې د لوړ فشار په راټیټولو کې هم ښه دي.

۵ – د زعفرانو استعمال په خوړو کې
په خوړو کې د زعفرانو کارول د خوړو خوند یا ذایقه ښه کوي. له بلې خوا اشتیا ښه کوي، له هضم سره مرسته کوي او معده غښتلي کوي. روغتیا پالان باور لري چې زعفران معده ارامه ساتي او که د زعفرانو چای وڅښل شي، نو د وینې کولسترول له منځه وړلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران