سپورټ

ریکارډ؛ راشد خان د رسمي کرکټ په تاریخ کې لومړی کم عمره کپټان شو

لیکنه: ياران

ليکنه: مدثر دعوت

راشد خان د نړيوال کرکټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر شو او په خپله لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې يې د کريس ګېل په شتون کې ويسټ اينډېزۍ لوبډلې ته د نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو په تمريناتي لوبه کې د دولت ځدران په هيټريک سره ماتې ورکړه.

راشد وروسته له هغې موقت لوبډلمشر ټاکل کیږي چې د اپنډکس د جراحۍ له کبله اصغرستانکزی په راتلونکو لسو ورځو کې د لوبې کولو اجازه نلري.
ددغو لسو ورځو په مينځ کي به افغانستان لږ ترلږه درې لوبي ترسره کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به په زيمبابوې کې د انګلستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ز کال د ۵۰ اوريز کرکټ نړيوال جام سياليو ته د غوراوي په موخه چې د مارچ په څلورمه نېټه پيليږي، په (ب) ګروپ کې د سکاټلينډ، زيمبابوې، هانګ کانګ او نيپال کرکيټ ملي لوبډلو سره لوبې وکړي.

راشد خان چې د مارچ په څلورمه نېټه به د ۱۹ کلونو او ۱۶۵ ورځو په عمر شي، د نړيوال کرکټ په تاريخ کې به تر ټولو دویم کم عمره لوبډلمشر وي.
په داسې حال کې چې د بنګلدېشي کرکيټر راجين صالح د ۲۰ کلونو او ۲۹۷ ورځو په عمر وو چې د ۲۰۰۴ز کال په چمپينزټراپي کې لوبډلمشر وو، یعنې له راشد یې عمر زیات وو.

په ښځینه کرکټ کې هم تر اوسه پورې د راشد په څېر کم عمره لوبډلمشره نشته.

د انګلستان ښځينه کرکټ لوبډلمشره تر ټولو کشره لوبغاړې وه، چې په ۲۰۰۱ز کال کې د ۱۹ کلونو او ۲۶۰ ورځو په عمر د يو ورځنيو لوبو لپاره لوبډلمشره وټاکل شول.

راشد خان د يو ورځنیو او شل اوريزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، او هېره دې نه وي چې د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په نوملړ کې هم څلورم مقام لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران