کلتور لوبې موسیقي او تصویر

ریشي کپور د پاکستان او هندوستان د کرکټ سیالۍ په اړه: تاسو یې وګټئ خو ترهګري بنده کړئ

د پاکستان او هندوستان ترمنځ مخکښو ټیمونو د اتلولۍ جام وروستۍ سیالي مازې د کرکټ کې یوه سیالي نه ده، بلکې د دوو رقیبو هیوادونو ترمنځ سیاسي او کلتوري زور ازمايي هم ګڼل کیږي.

دواړه ټیمونه به د یکشنبې په ورځ انګلستان کې د یو بل په وړاندې سیالۍ ته ووځي. خو تر دې سیالۍ د مخه پر ټویټر او نورو ټولنیزو پاڼو د دواړو هیوادونو د یادو سپورتي، هنري او سیاسي شخصیتونو ترمنځ تودې نادرې او غورې دربې روانې دي.

د دوی ټولو ترمنځ د هند د سینما د یو وتلي ستوري ریشي کپور هغه څرګندونو ډیر بحثونه راپارولي چې د پاکستان د کرکټ ټیم مینوالو ته یې په خطاب کې ویلي لوبه تاسو وګټئ خو ترهګري بنده کړئ.

ریشي کپور په تیرو دوو ورځو کې پر ټویټر د هند د کرکټ ټیم د بریا په اړه تر یو لړ وړاندوینو او غورو دربو او په اړه یې د ځینو پاکستانیانو له عکس العملونو وروسته پر خپل ټویټر لیکلي:

” سمه ده، پریږدئ یار! تاسو ( پاکستانیان) یې وګټئ. زر کرت یې وګټئ. خو ترهګري بنده کړئ. ماته ماتې قبوله ده خو موږ سوله او مینه غواړو.“

د کرکټ ګڼو پاکستاني مینه والوو د هندي سینما ددې ستورې څرګندونې غندلي او دا یې د پاکستان لپاره سپکاوی بللی دی.

تر دې مخکې د پاکستان د کرکټ د ټیم پخواني کیپتان شاهد افریدي پر خپل ټویټر لیکلي وو:

” هندوستان خپله لوبه وکړه. اوس د کرکټ د لویې لوبې د لوبیدو وخت دی. پاکستاني ټیم دې ارام او فوکس اوسي او ریښتیا یوه بله بریا“

پر یادو هغو سربیره د پاکستان او هندوستان د سپورت، هنر او سیاست د برخو ګڼو نورو مخکښانو هم د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ د راتلونکې سیالۍ په اړه مختلف، له باټو ډک او په ځینو مواردو کې یو بل ته سپکوونکي پوسټونه خپاره کړي دي.

دا چې د کرکټ د مخکښو ټیمونو ترمنځ دا اتلولي به ددې دوو رقیبو هیوادونو ترمنځ ريښتیا څوک ګټي دا به د یکشنبې په ورځ بریتانیا کې معلومه شي.

د یادونې وړ ده چې په هندوستان کې ګڼ خلک پاکستان ته د ترهګرۍ د یو ملاتړي هیواد په سترګه ګوري. په ورته توګه ګڼ پاکستانیان پر دې باور لري چې هندوستان له مسلمانانو په ځانګړې توګه د کشمیر له مسلمانانو سره زورزیاتی کوي.

کله چې ددې هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ کیږي نو تر څنګ یې پر یو بل د تورونو لګولو لوبه هم ګرمیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */