اقتصاد

ريښتینې مینه چیرته او څنګه پیدا کړو؟!

لیکواله : انا ایرکک
ژباړه: شاهین

د ژوند د داسې ملګرې/ملګري موندل، چې له زړه او ريښتینې مینه ورسره ولرئ، د ژوند یو له اساسي چلنجونو څخه دی.

د ژوند په ډیرو برخو کې بریالي کسان په دې برخه کې ناکام شوي دي.

تاسې یوازې نه يئ. د امریکا ۴۴ سلنه زلمیان مجرد دي. دغلته ۴۰ میلونه خلک د ژوند په ریښتینې ملګرې پسې ګرځي.

که تاسې دا لیکنه لولئ، نو تاسې هم یو له داسې کسانو څخه يئ، چې له ریښتینې مینې ډک انسان پسې په لټه کې يئ. تاسې په خپل ذهن کې واضح موخه لرئ؛… د یوې پاکې او ریښتینې مینې موخه!

خو په یاد ولرئ، چې دداسې کس موندل، چې درسره تلپاتې، ریښتنې او له د زړه له تله مینه ولري، ګران او ننګونکي دي.

اوس به نو تاسې سره داسې پوښتنې پیدا شي، چې څنګه ریښتینې مینه پیدا کړو؟ څنګه يې وپيژنو چې دا کس موږ سره ریښتینې مینه لري؟ او بالاخره په دې هم پوه شو، چې دوه ځلې ونه غولیږو؟ یعنې چې یوه تیروتنه دوه ځلې ونه کړو؟
ددې ټولو پوښتنو حل دلته لولئ.

څومره چې زما تجربه ده او څومره چې مې له ملګرو اوریدلي، لوستلي او کتلي دي، مینه په په مینې پسې په ګرځیدلو نه موندل کیږي. او نه هم داسې موندل کیږي، چې موږ مینه چاته پور ورکړو.

بالعکس، مینه په خپل ځان کې ولټوئ او وزیږوئ. نور په دې مه ملامتوئ، چې تاسې سره ولې مینه نه لري؛ بلکې تمرکز په خپل ځان وکړئ، چې څه وکړئ، څو د نورو ریښتینې مینه راجلب کړې.
۱ـ په خپل ځان کار وکړئ.

څنګه چې يئ، هماغسې خپل ځان وښایئ او خپل ځان ومنئ. په دې پسې مه ګرځئ، چې ګنې نور خلک ستاسې په اړه څه وايي؛ یا څه فکر کوي. دا چې تاسې د خپل ځان په اړه څه فکر کوئ، دا مهمه خبره ده.

هغه څه کوه، چې تاسې ته ښه ښکاري، مینه ورسره لرئ او درته په زړه پورې وي.

د نورو د راجلبولو او د هغوې د مینې خپلولو لپاره دا یوازینۍ لاره ده. د هیچا لپاره خپل ځان مه بدلوئ.

خپله خپل ځان وپیژنئ او خپلې وړتیاوې او نیمګړتیاوې درک کړئ.

۲ـ بیړه مه کوئ.

مینه انتظار او پوره حوصله غواړي. څوک چې درته ارزښت لري، کم تر کمه ورته انتظار وکړئ. مینه په چالاکۍ نه کیږي او نه هم په بیړه خپلیږي.

بیړه زموږ په زیان ده. که بیړه وکړئ، ممکن داسې چاسره واوړئ، چې بیا به پرې پیښمانه يئ. د خولې خوند خو به مو هله لاپسې خراب شي، چې په داسې چا ورګرم شئ، چې سبا بیا لاسونه مروړئ او په خپل کار پیښمانه يئ.

۳ـ نوښتګر او خاص اوسئ.

هغه کارونه چې ۹۰ سلنه خلک يې د مینې جلبولو لپاره کوي، تاسې مه کوئ. که نور له خپل دوست یا دوستې سره په چای خانه کې ګوري، تاسې ورسره په پارک کې وګورئ. تکراري او سولیدلي کارونه مه کوئ. تاسې له نورو بیل او جلا يئ، نو بیل او جلا اوسئ.

دوهمه خبره دا، چې د خپل ټایپ خلک په داسې ځایونو کې ومومئ، کوم ځایونه چې ستاسې خوښیږي. د مثال په ډول، که ستاسې پیزا خوښیږي، نو ممکن د پیزا خوړولو ځای، کې د خپل ذوق وړ کس ومومئ.

په لنډ ډول ویل شو، چې مخکې له دې خپل حقیقي ژوند ته یو څوک داخل کړئ، لږ تر لږه يې مطالعه کړئ.

۴ـ په اول ځل لیدو زړه مه بایلئ.

ظاهري صورت د مینې او مین یو اصلي فکټور دی؛ خو مه هیروئ، چې ددې عنصر عمر او دوام ډیر کم دی.

د انسان سیرت مطاله کړئ. د هغه/هغې کرکټر وګورئ. خوي او عادت يې وګورئ؛ که خوښ مو شوه، درسره برابر وه؛ مینه مو تلپاتې کیږي، کنه نو لانجه ده.
۵ـ د لمدې خټې لږې اوبه دارو دي.

کله مو چې داسې یو کس وموند، چې ستاسې په طبعه برابر و؛ نو که کوم کمه زیاته خبره مو په مینځ کې راتلله، سر پسې مه ګرځوئ. هغه په دې ارزي، چې تاسې یو بل سره کینئ او یو بل قانع کړئ.

داسې اړیکې د لمدې خټې په څیر لږ کار غواړي، چې ورغیږي. په دې سره مینه تلپاتې کیږي او د ژوند خوږلني ډیریږي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */