ټولنیز ژوند کلتور او هنر

روژه د ۱۱ میاشتو د ګناهونو د جبران فرصت وبولئ

راټولونه: حشمت الله رحمتي

په روژه کې باید د ورځې په جریان کې له خوراک، څښاک او د جنسي معاملاتو څخه ځان وساتو:

هغه خلک چې کولی شي روژه وخوري:
1. حامله ښځه
2. تی ورکونکې ښځه (ماشوم ته شېدې ورکونکې ښځه)
3. دماغي مریض (لیونی)
4. ماشوم (نابالغ)
5. ډیر زوړ (ضعیف)
6. مریض
7. مسافر

ولې روژه نیسو؟
تر څو په ځان کې د رب العزت څخه ویره پیدا کړو ( د تقوا د پیدا کولو لپاره).

د روژې په اړه یو څو احادیث:
1. چا چې د روژې میاشتې روژې د الله (ج) د رضا په خاطر ونیولې نو ټول پخواني او وروستني ګناهونه یې بخښل کیږي.

2. الله (ج) د هغه چا لوږې یا تندې ته ضرورت نلري څوک چې دروغ وايي او عمل کول پرې نه پریږدي ( د روژې معنا دا نه ده چې خوراک او څښاک بند، بلکې ددې ترڅنګ خوله، لاسونه، سترګې او د ټول بدن بچاو دې د ناوړه اعمالو څخه).

3. د روژې اول لس ورځې د معفرت دي، منځ لس ورځې د رحمت دي، او اخیر لس ورځې د دوزخ له اور څخه د خلاصون دي.

4. دا روژه د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت دی.

5. خلکو! یوه غوره او نیک مرغه میاشت پر تاسې راتلونکې ده.

6. هر هغه څوک چې په روژه کې د خدای (ج) د رضا په خاطر نفلي عبادت کوي، نو دا دومره اجر لري په نورو میاشتو کې فرضي عبادت ( روژې میاشت کې نفلي عبادت د فرضي عباداتو مرتبه لري).

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي