اقتصاد روغه سټه

څېړنه: روژه مو د زړه او سرطان ناروغیو په شمول له وژونکو ناروغیو ژغوري

لیکنه: ياران
اعلان
ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
روژه نیول که له یوې خوا دالله ج اوامرو ته لبیک ویل دي چې د بې شمېره ثوابونو په ورکولو سره الله ج یې د بدلې په اړه داسې فرمایلې دي: د انسان ټول عملونه د هغه دي، خو روژه زما ده او زه به يې پخپله بدله ورکوم.
له بله پلوه بې شمېره روغتیایي، روحي او دنیاوي ګټې هم لري.
په همدې تړاو د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون څیړونکو په خپله څېړنه کې موندلې روژه نیول مو د زړه او سرطان له ناروغیو ژغوري.
یادو څېړونکو چې خپله څيړنه په یو شمېر مسلمان میشتو هېوادونو ترسره کړې موندلې؛ په لږ خوراک کولو سره د هاضمې په سیستم فشار نه راځي او په دماغو مثبت اغیز کوي.
دوی زیاتوي؛ د روژې په نیولو سره په بدن کې د انسولین په نوم ماده ښه کیږي چې دغه چاره د هاضمې پر سیستم مستقیمه اغیزه لري.
د څېړونکو په باور که په یوه میاشت کې پنځه ځل د کیلوریزم نیم مقدار وکارول شي، نو سرطان او زړه ناروغیو سربیره د شکر له ناروغۍ په اسانه خلاصی مومۍ چې په هره میاشت کې څلور ځلې روژه نیول یې ښه بدیل دی.
څېړنه کاږي؛ روژه مو د سترګو له ړندیدو ژغوري او د نشه یي توکو د پریښودلو چانس هم دی او همدارنګه روژه نیول د معدې تیزابیت د کمولو سربیره مو بدن له چاغوالي ساتي او ذهن ته مو ځواکمنتیا ور په برخه کوي.
یو شمېر روغتیا پالان په دې باور دي چې د انسان بدن د کال په اوږدو کې له ډول ډول کړاونو او ستونزو سره مخ کيږي او د بدن ټول غړي يې د ډول ډول خوړو د خوراک له کبله د ستړيا احساس کوي چې روژه دغه ډول فسيولوجي ستړيا ته د استراحت او دمې تر ټولو غوره وسيله ده چې د يوه مناسب وخت لپاره دمه وکړي، لازمه انرژي حاصله کړي او انسان د راتلونکو فعاليتونو لپاره ښه اماده کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران