کلتور او هنر

رووان اټکېنسن څنګه میسټر بین شو؟

 

راټولونه او لیکنه: شفیق امیرزی

رووان سباسټېن اټکېنسن لسیزې د خلکو پر شونډو مسکا خوره کړې ده. هغه مشهور برېټانوی کمېډین دی. په مېسټر بين مشهور دی. د ۱۹۵۵ کال د جنورۍ په شپږمه د انګلستان د نیوکاسل په تینه سیمه کې زيږېدلی دی. پلار یې اېریک اټکېنسن نومېده. د مور نوم یې الامي و. پلار یې کروندګر او يو عادی سړی و.

رووان چې کله لومړنۍ زده کړې پای ته ورسولې، نو نیوکاسل پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د برېښنا انجنیرۍ په برخه کې زده کړې وکړې. څه موده وروسته یې اکسفورډ پوهنتون کې داخله واخیسته او هلته يې هم د برېښنا د انجنيرۍ په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

رووان له تنکي زلمیتوبه له کمېډي چارو سره مینه درلوده. مېسټر بین په دې برخه کې ځانګړی استعداد درلود. روان یا مسټر بين هغه مهال چې په اکسفورډ پوهنتون کې محصل و، د طنزي فلمونو له مشهور لیکوال ریچارډ کورټيس سره معرفي شو. وروسته یې د همدې لیکوال تر نظر لاندې په کمېډي فلمونو کې رول لوبول پيل کړل. هغه د امفي په سالون کې د تیاتر په څو نندارو کې برخه واخیسته او همدلته یې د ډېرو خلکو پام ځان ته ور واړاوه. د رووان مسلکي فعالیت په دې برخه کې په ۲۳ کلنۍ کې پیل شو. په ۱۹۷۸ کال کې یې د (O’clock News) په نامه کمېډۍ ډرامه پيل کړه.

دغه کمېډې ډرامه په بي بي سي شبکه کې د طنزي خبرونو په بڼه ‎جوړه شوې وه، چې پوره څلور کاله يې دوام وکړ او بې شمېره مینه وال یې پيدا کړل. يادې ډرامې د همدې څلورو کلونو په لړ کې لسګونه ملي او نړیوالې جایزې وګټلې او بېلا بېلو اتحادیو او بنسټونو يې ستاينه وکړه. رووان چې په دې سریال کې د لوبېدو له کبله ښه شهرت موندلی و، په ۱۹۸۰ کال کې یې د بي بي سي د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ. هغه په انګلستان کې ډېر محبوبیت درلود. په ۱۹۸۱ کال کې یې په یو کسیز طنز کې لوبېدل پيل کړل. کله یې چې یو پوره فصل بشپړ شو، نو وېسټ اېنډ لندن تیاتر د کال د غوره لوبغاړي جایزه ورکړه. هغه تر دې دمه تر ټولو ځوان لوبغاړی و، چې دغه ډول جایزه یې ګټلې وه. د هغه یو کسیز نمایش نه یوازې په برېټانیا بلکې، په نیویارک، استرالیا، نوي زيلانډ او نورو کې هم خپل خاص مینه وال پیدا کړل.

هغه په ۱۹۸۳ کال کې د لیکوال ریچارډ کورټیس په مرسته د (Black Adder) په نامه یوه ننداره بي بي سي ته جوړه کړه، چې ډېر مینه وال یې پیدا کړل او په نړیواله کچه مشهوره شوه. په همدې توګه بریالی شو، چې ددویم ځل لپاره د بي بي سي د غوره لوبغاړي لقب خپل کړي.

د رووان تر ټولو مهم او مشهور ټلوېزیوني کار په ۱۹۸۹ کال کې نندارې ته وړاندې شو. دا نو د مېسټر بين د بې خبرو او بې مکالمې نندارې لړۍ وه. مېسټر بين دا کار HBO او ITV ټلوېزیوني شبکو ته وکړ. د نوموړي دغه نندارې د تایګر سپکت کمپنۍ له لوري تمویلېدې. په دې سریال کې مېسټر بين د یوه برېټانوي وګړي رول ادا کاوه. هغه به خبرې نه کولې خو د څېرې د بدلولو او ځينو حرکاتو په وسیله به یې ټول خلک خندول. دغه سریال د نړۍ په کچه ډېرې جایزې وګټلې. له دې ډلې یې د مونټراېکس جایزه د يادولو ده. په ۱۹۹۵ کال کې یې هم د نړۍ د تر ټولو غوره کمېډين لقب وګاټه.

دا سریال یې د جوړېدو له پيل له تاوده هر کلي سره مخ شوی و. د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شو. له هغې وروسته نو رووان چا نه پېژانده نوم یې مېسټر بين شو او په نړیواله کچه په همدې نامه وپېژندل شو. د مېسټر بين دا نندارې له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۵ کال پورې د برېټانیا په ټلوېزیون کې جوړېدې. په ۱۹۹۷ کال کې رووان په همدې ډول یوه سریال کې هم کار وکړ. د نړۍ په کچه یې ډېرې بریاوې خپلې کړې.

مېسټر بين په ۱۹۹۰ کال کې له سانترا سایستي سره واده وکړ. له همدې مېرمنې دوه اولادونه لري. پر موټرو مین دی. هغه د موټرو په اړه وخت ناوخت مرکې هم کوي او اعلانونه ورته جوړوي.

ده تر ځان درې لویان وروڼه هم درلودل، چې یو يې په ماشومتوب کې ومړ او دوه نور بیا ژوندي وو. له دې ډلې یوه اقتصاد او بل سیاسي علوم ولوستل. بين ابتدائیه ښوونځی ولوست او بیا یې پوهنتون ته مخه کړه. مخکې مو یادونه وکړه، اکسفورډ پوهنتون کې یې د برېښنا یا الکټرونیک انجنیري ولوسته او بیا یې همدلته په همدې رشته کې ماسټري هم پيل کړه. د هغه بخت په همدې پوهنتون کې بیدار شو. بين به د پوهنتون په نندارو کې برخه اخیسته. هر کال به چې په اکسفورډ کې نندارې جوړېدې نو بين به هم پکې لوبه کوله. په دغه پوهنتون کې د تجربي تیاتر یوه څانګه هم وه چې زده کوونکو پکې زده کړې کولې، بين به هم له دوی سره په نندارو کې ونډه لرله. ده په یوه ننداره کې لوبه کوله چې د هغه وخت مشهور فلم لیکوال ریچارډ ولید. له دې وروسته نو بين د برېښنا انجنیر نه، بلکې یوه تکړه ممثل شو.

مېسټر بين خپل کار له راډیو پیل کړ. د بي بي سي راډیو په درېيمه شبکه کې یې خپل کار ته مټې بډ وهلې. په لومړي سر کې یې په ۱۹۷۹ کال کې یوه خپرونه جوړه کړه، چې په هغې کې به یې له ځينو کسانو سره طنزي مرکې کولې. دغه مجموعه د ریچارډ او بين له لوري په ګډه جوړېده. لیکل به یې ریچارډ کول او تمثیل یې بیا د بين پر غاړه و.

له راډیو وروسته یې په ټلوېزیون کې کار کولو ته ملا وتړله. بي بي سي ته یې O’clock ډرامه جوړه کړه او له هغه وروسته یې د Black Adder د ډرامو لړۍ پيل کړه. اوکلاک د طنزي خبرونو سروېس و. طنزي خبرونه به پکې خپرېدل او خلک به یې خندول. (Black Adder) بیا د ډرامو لړۍ وه، ریچارډ لیکله او پوره درې کاله یې دوام وکړ. له درېیو کلونو وروسته د ځینو مالي ستونزو له امله دغه ډرامه ودرول شوه، خو ډېره ژر بېرته د ریچارډ په لیکوالۍ پیل شوه او دا ځل یې نو ښې مالي لاسته راوړنې درلودې. د Black Adder ډرامو لړۍ د بي بي سي تر ټولو قوي او د ډېرو مینه والو لرونکې ډرامه وګڼل شوه. هغه تر دې وروسته نه یوازې په ډرامو او وړو طنزي ټوټو کې رول ادا کاوه، بلکې په پوره فلمونو کې یې هم نقش تر سره کړی دی. په ډېری فلمونو کې مرکزي رول لري.

رووان وایي، مېسټر بين یې د داخلي وجود اصلي ښکارندوی دی. هغه وايي تمثيل یې مینه ده او غواړي د زړه له تله هغه څه وکړي چې خوښېږي یې. هغه وایي زه هېڅ ډول تصنع نه کوم، هغه څه چې زه د مېسټر بين په څېره کې یم هغه مې اصلي داخلي څېره ده، په وجود کې مې همداسې حرکات لرم او ورسره راحت یم. هغه وايي د ډرامو لیکوالان راته وایي، چې په رښتینې توګه باید ځان ته طنزي څېره غوره کړم. خو زه کوښښ کوم ځان تر ډېره حده عادي، لکه د ننه په وجود کې چې یم، هسې ونیسم. د ده په وینا زه تر ډېره په ازاده فضا کې ځان راحت احساسوم تر دې چې په سټوډیو کې رول ادا کړم.

هغه وايي، په هر څه کې نوښت په کار دی. د ده په وینا د ډرامو اصلي او مهمه ځانګړنه یې دا ده، چې له ګونګي نیولې، تر ماشوم، سپین ږیري او ځوان پورې ټول ترې خوند اخيستی شي، پرې پوهېدی شي چې زه څه غواړم وکړم او وینې چې څه مې وکړل. بين وايي، زما خوښېږي چې ماشومانه کارونه وکړم، دلته یو دلیل لرم: هر مشر انسان غواړي چې یو ځل د ماشومتوب دورې ته ور وګرځي دا د هر چا هیله ده، لکه ماشوم چې غواړي لوی شي، همداسې لویان غواړي چې ماشومان شي. د ده په وینا ماشومان مې د کارونو په لیدلو د لویېدو هیله کوي، خو لویان مې د کارونو په لیدو د ماشومتوب احساس ته ورځي. نو ځکه خو وایم، چې مېسټر بين د یوه لوی سړي په تنه کې بندي شوی ماشوم دی.

د مېسټر بین تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده، چې په خپلو فلمونو او ویډيويي صحنو کې خبرې نه کوي. هغه یوازې په حرکاتو خلک پوهوي او خندوي. تر ډېره یې ویډیوګانې چوپ دي. دی هم وایي زما اغېز هغه وخت ډېر وي، چې خبرې و نه کړم او پټه خوله وم؛ همدې مسئلې زما مینه وال ډېر کړي دي.

ډېر خلک مېسټر بين له چارلي چاپلېن سره ورته بولي. خو دی وايي، په ماشومتوب کې مې د چارلي چاپلین ویډيوګانې کتلې. هغه پر ما اغېز کړی خو د دې مانا دا نه ده، چې زه له هغه سره ورته یم.

اټکېنسن له موټر ځغلولو سره ډېره مینه لري. هغه په ځلونو د موټر ځغلونې په سیاليو کې برخه اخیستې ده او د پخوانیو موټرو ساتل یې خوښېږي. هغه د همدې موخې لپاره له ځان سره ځينې موټر هم ساتلي دي. د مېسټر بین یا اټکېنسن ځانګړی موټر، چې په ډېرو ډرامو کې یې ځغلوي د ډېرو لپاره په زړه پورې دی. هغه د دغه موټر په وسیله خورا ډېر نمایشونه تر سره کړي، چې د خلکو پام یې ځان ته ور اړولی دی. هغه دمګړۍ ۶۲ کلن دی او په برېټانیا کې ژوند کوي. لا هم په ګڼو ډرامو او ټلوېزیوني نندارو کې برخه اخلي.