سفر له نړۍ

د روسیې او روسانو په اړه څو په زړه پورې ټکي

لیکنه: غازي عابد

روسیه د اسیا او اروپا براعظمونو ترمنځ موقعیت لري، چې په نړۍ کې یو مشهورترین هیواد دی.

رسمي ژبه یې روسي ده، خو هلته ۲۷ نورې ژبې هم دي چې د هیواد په بیلابیلو ځایونو کې پرې خبرې کیږي.

په افغانستان کې ګڼ خلک د روسیې په اړه پوهیږي، روسان چې د پخواني شوروي اتحاد مشرتوب یې کاوه پر افغانستان د یرغل او افغانستان کې د ماتې له کبله په افغانانو کې مشهور دي.

اوسنۍ روسیه که څه هم د پخواني شوروي سره ډیر توپیر لري، خو روسان او ځانګړتیاوې یې هماغه دي. د روسیې او روسانو په اړه ډیر ځانګړي ټکي شته. ماته یې دا څو ټکي په زړه پورې ښکاره شول.

اسلام د روسیې د تاریخي میراثونو یوه برخه ده۱- 

اسلام په روسیه کې د پیروانو د شمیر له پلوه دویم لوی دین دی. اسلام د روسیې یو سنتي او تاریخي دین بلل کیږي چې د روسیې د تاریخي میراثونه یوه برخه ده. د قفقاز هیوادونه له چیچنیا، داغستان او نور… چې د روسیې تر تسلط لاندې دي وګړي یې په تاریخي توګه مسلمانان دي. همدارنګه د مسکو په شمول د روسیې په ګڼو نورو لویو ښارونو کې په زیات شمیر مسلمانان اوسیږي.

په روسیه کې د مسلمانانو د شمیر په اړه بیلابیلې سروګانې شته. په ۲۰۰۷ م کال د روسیې د عامه نظر پوښتنې د څیړنې د مرکز د سروې پر بنسټ په سلو کې شپږ روسان ځانونه مسلمانان بولي.

د مسکو جامع جومات

د پیو ریسرچ یو تازه سروې چې په ۲۰۱۷ م کال کې شوې ده موندلې یې ده چې د روسیې په سلو کې لس وګړي مسلمانان دي. د رشین ټوډي تلویزون یوې مقالې بیا ویلي چې په روسیه کې د هغو کسانو شمیر چې ځان ته مسلمانان وايي په سلو کې ۱۵ ته رسیږي. د مسکو جامع جومات د نړۍ یو له لویو جوماتونو شمیرل کیږي.

۲- د نړۍ تر ټولو اوږده د اورګاډي پټلۍ روسیې کې ده

د ترانس – سایبران ریل لار یوه اوږده ترینه لاره ده او په ټول هیواد تاویږي. دا په نړۍ کې یوازینۍ اوږده ریل لاره ده. دا لار ۹۲۰۰ میله په اوږدوالي په مسکو کې تیریږي، تر اسیا رارسي او د پسفیک سمندر ته غځیږي، په کوم ځای کې چې پای مومي. که پرې روان شئ، نو په ۱۵۲ ساعتونو او ۲۷ دقیقو کې به یې طۍ کړی شئ.

۳- له سړیو ډیرې ښځې

تقریباً په روسیه کې له نارینوو یا سړیو، ښځې ۱۰ میلیونه زیاتې دي. یوازې په روسیه نه بلکې دپخواني شوروي په یو شمیر نور جمهوریتونو لکه بلا روس، اوکراین، پولینډ کې هم ښځې د سړیو په مقایسه زیاتې دي. ددې لاملونه ډیر دي. یو سبب یې په روسیه کې د ښځو په مقایسه د نارینه و د اوسط عمر کمی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویل شوي، په روسیه کې نارینه ډير زیات شراب څښي، او زیاتو شرابو څښل یا الکولیزم په دې هیواد کې په ځوانۍ کې د دیرش فیصده نارینه وو د مړینو سبب دی. سیګرټ څښل او ځینې نور سببونه هم شته چې په دې هیواد کې یې ښځې زیاتې کړي او سړي یې کم کړي دي. د یادونې وړ ده چې په روسیه کې د سړیو کمښت ددې سبب شوی چې ښځې په ډیره سختۍ د ژوند ملګری پیدا کوي او یا چې عمر یې لږ زیات شي ډيرې یې اړ وي چې یوازې ژوند وکړي او یا ناسم انتخابونه وکړي.

۴- د واده کولو د ګوتمۍ رواج.

د اکثرو روسانو لپاره دا دود او عنعنه ګرځیدلې چې د واده یا نامزادۍ ګوتمۍ (ګوته) باید د ښې لاس په ګوته کې واچوي. په اوکراین، پولینډ، ګورجستان، جرمني، هسپانیه، اتریش، او یونان کې هم د روسانو په شان په ښې لاس د واده د ګوتمۍ په ګوته کول رواج دي.

۵- ګلپرستي یا په ګلانو خرافاتي عقیده

ګلان په هره ټولنه د ښکلا او مینې نښه ده. په روسیه کې هم ګلان ته د قدر په سترګه کتل کیږي، خو ګڼ روسان د ګلان د شمیر په اړه ځانګړې خرافاتي عقاید لری، دغلته څوک نه خوښوي چې څوک دې په جفت شمیر یا داسې شمیر کې ګلان ورکړي چې په پای کې یې ( 2, 4 , 6 , 8 , 0) راځي. همدارنګه ۱۳ شمیره هم روسانو ته چندان په زړه پورې شمېره نه ده. دوی په په جفت شمیر ګلان د مړې پر تابوت یا قبر ایښودلو سره ورته بولي.

۶- روسیه د پراختیا له پلوه د نړۍ تر ټولو ستر هیواد

روسیه د نړۍ تر ټولو پراخه هیواد دی، ددې هیواد مساحت 17,075,200 کیلو متره مربع دی. تر روسیې وروسته کاناډا د مځکې د کرې پراخه برخه نیولې ده.

۷. نړۍ کې د نفتو دویم ستر تولیدونکی هیواد

د ۲۰۱۲ کال د څیړنو پر اساس روسیه په نړۍ کې دویم هیواد دی چې ډیر تیل تولیدوي. هره ورځ د ۹۹۰۰۰۰۰ بیلرو په اندازه تیل تولیدوي. خو سعودي بیا د ۱۰۹۰۰۰۰۰ بیلرو په تولید سره په نړۍ کې تر ټولو ستر تولیدنکی دی. اوس امریکا د خپلو تیلو د تولید له پلوه په دریم پوزیشن کې ده، خو ویل کیږي چې امریکا به تر ۲۰۲۰ کاله لومړی مقام خپل کړي.

۸- د لاس خوځولو عقیده.

روسان چې له چاسره ستړي مه شي کوي، لاس یې نه خوځوي، ځکه هغوی دې ته په بد ګومان او جدا عقیده ګوري او ډیر روسان په دې باور دي چې کیدای شي له دې امله کومه ستونزه یا بحث راپیدا شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد