روغه سټه ژوند او ژواک سفر

په کنګلونو کې ښکیل روسي ډاکټر څنګه خپله خپل اپنډیکس عملیات کړ

انسانان چې کله له سختو ننګونو سره مخ کیږي نو دوی ځانګړې وړتیاوې پیدا کوي. تاریخ د ژوندي پاتې کیدو له ډیرو حیرانونکو کیسو ډک دی چې انسانانو په کې د جدي ستونزو سره د مخ کیدو پر مهال له ځانه عجیبې وړتیاوې ښودلې.

یوه له دې کیسو د روسي ډاکتر لیونیډ روګوځوف کیسه ده چې اړه شو خپل ځان ته خپله جراحي عملیات وکړي او له احتمالي مرګه ځان وژغوري.

۱۹۶۱ م کال و، سړه جګړه ښه په زور کې وه . لیونیډ روګوځوف د هغو ۱۲ کسانو په ډله کې وه چې د پخواني شوروي له خوا په جنوبي قطب کې د کنګلونو منځ ته په څیړنو پسې استول شوي و څو هلته د یوې پوځې اډې د جوړولو امکانات وڅیړي.

کله چې ددې ډلې ماموریت بشپړ شو ، ژمې پرې راورسیده او دا ۱۲ تنه په جنوبي قطب کې ددې په تمه پاتې شول چې په راتلونکي پسرلي کې کومه الوتکه یا کښتۍ ورشي او دوی له جنوبي قطب څخه بیرته راوړي.

خو د ژمې په همدې منځ کې د ډاکتر روګوځوف اپنډیکس وپړسید. نوموړې په خپله ډله کې یوازینی ډاکتر و او له بهره د طبي مرستې د ورسیدو امکانات نه و.

ډاکټر روګوځوف دوه انتخابه لرل، دا چې همداسې یې پریږدي او مرګ ته شیبې وشیمرې او یا دا چې خپله خپل اپنډیکس جراحي کړي.

روګوځوف هغه مهال په خپل لیکلي یادښت کې لیکلي: ” زه باید په یوازینۍ ممکنه لاره فکر وکړم، چې خپله خپل اپنډیکس جراحي کړم ، دا تر ډیره یو ناممکنه کار دی خو زه نه شم کولی چې همداسې کینم او ځان مرګ ته وسپارم.“

ډاکتر روګوځوف د جنوبي قطب په کنګلونو کې له خپلو دوو ملګرو وغوښتل چې ده ته دې د عملیات پر مهال د جراحۍ د وسایلو په ورکولو کې مرسته وکړي، او یوه هېنداره یې ولګوله څو په کې وګوري چې څه کوي؟

نوموړې عمومي اناستیزي ( بې هوښي) نه شوه کارولی ځکه په داسې کولو سره به هغه بیا جراحي عملیات نه شوه کولی.

کله یې چې خپل نس وڅیره، او غوښتل یې خپل اپنډیکس ته ځان ورسوي، نو پام یې شو چې په هینداره کې تصویر سرچپه ښکاري او دا د هیندارې له لارې د جراحي عملیات په سمه توګه نه شي ترسره کولی. نو خپل دستکشونه یې لرې کړل او د لاس په لمس یې د اپنډیکس د موندلو هڅه پیل کړه.

په هغه یادښت کې چې ډاکتر روکوځوف له خپل جراحي عملیاتو وروسته لیکلي:” وینه ډيره زیاته تلله خو ما وارخطايي ونه کړه…. د عملیاتو پر مهال راباندې څو ځل سر وڅرخیده. ورو ورو کمزوری کیدم .هر پنځه دقیقې وروسته مې څو ثانیې دمه کوله. “

دې عملیاتو دوه ساعته ونیول څو دې روسي ډاکتر خپل اپنډیکس خپله عملیات او ټپ یې بیرته وتاړه. نوموړی دوه اونۍ وروسته بیرته د خپل ټیم د یو فعال غړي په توګه خپلې چارې پیل کړې.

نوموړې له خوا د خپلې جراحۍ دې عمل د شوروي د عوامو پاملرنه ورواړوله او د بیرته راتګ پر مهال یې د یو اتل په توګه د هغه هرکلی وکړ.

حکومت نوموړې د شوروي اتحاد یوه لوړه جایزه ورکړه او تر دې وروسته یې په داسې ماموریتونو د استول کیدونکو کسانو لپاره له سختو روغتیايي معایناتو څخه تیریدل یو اصل وګرځاوه.

نوموړی په ۱۹۶۶ م کال کې لیننګراد ته ستون شو او هلته یې د ډاکتر په توګه بیلابیلو روغتونونو کې کار وکړ. ډاکتر روګوځوف په ۲۰۰۰ م کال کې د ۶۶ کلونو په عمر مړ شو .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */