ټولنیز ژوند زده کړې ژوند بڼه له نړۍ

روسان له ګرمۍ سره داسې مقابله کوي

سرچینه: یورو نیوز
ژباړه: بریښنا ارغند

روسان سره له دې چې د ژمي او سختې یخنۍ موسم یې اوږد وي، خو په اوړي کې ګرمي هم تجربه کوي. هغوی د پېښور او جلال اباد مېشتو برعکس حتا د ۳۰ او ۳۵ درجې ګرمۍ زغم هم نه لري .

روسیه د کال په دولس میاشتو کې اته میاشتې سړه هوا او واورې لري. ځینې وخت خو دا واورې په اوړي کې هم نه وي اوبه شوي، خو کله چې ګرمي زوروره وي، واورې اوبه کوي او د خلکو ژوند ننګوي .

په جلال اباد او پېښور کې پوهیږئ، چې کله د سانتي ګراډ په درجه د تودوخې کچه ان تر ۴۶ درجو هم رسیږي، خو روسان چې له سختې هوا سره عادت دي، د جلال اباد او پېښور لپاره دا عادي تودوخه هم زغملای نه شي .

اوسنی موسم بیا روسانو ته خوندور نه دی، هلته ګرمي زیاته شوې خو دوی یې یوازې په فردي تدابیرو مقابله نه کوي .

د روسیې د پلازمېنې ماسکو ښاري سازمانونو او ټولنو له ګرمۍ سره د مقابلې لپاره ځینې تدابیر اعلان کړي، چې دلته به یې جزیات درسره شریک کړو :

سړې خونې
یو له هغو مهمو تدابیرو څخه، چې د ماسکو ښاري سازمانونو ورته زیاته پاملرنه کړې، هلته د سړو خونو جوړول دي .

دا خونې له خلکو څخه د ملاتړ دولتي سازمان د مختلفو ټولنیزو ټولنو په مرسته جوړې کړي .د ښار په مختلفو څنډو کې له جوړو شویو دغو خونو څخه خلک په وړیا ډول ګټه اخیستلای شي .
دوی کولای شي دغو خونو ته پناه یوسي او له ګرمۍ ځان وژغوري .

د ماسکو د کار او ټولنیز ملاتړ سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې د دغه ښار په مختلفو سیمو کې ۳۰۰ دغه سړې خونې جوړې شوي .

په دې خونو کې کولرې، د اوبو سړولو وسایل، تلویزون او دغه راز د ګرمۍ ځپلو لپاره د روغتیایي مرستو بستې موجودې دي .

د پلان له مخې دا خونې هره ورځ د سهار له نهه بجو څخه د شپې تر لسو پورې فعال او د خلکو پر مخ پرانیستې وي .د وړاندوینې له مخې هره میاشت تر سلو زرو پورې کسان له دې خونو څخه ګټه اخیستلای شي .

د وړیا اوبو وېش او پرخلکو د اوبو پاشل
په ماسکو کې د ګرمۍ ضدو هڅو یوه بله برخه دا ده، چې د موټرو په تم ځایونو او نورو عامه سیمو کې خلکو ته وړیا د څښاک اوبه وېشل کیږي.

سربېره پردې په ښار کې د اوبو پاشلو موټرې ګرځي او چې څوک وغواړي دوی پرې اوبه ورپاشي .

دغه موټرې په عمومي حوضونو کې د اوبو له تازه کولو سره وړیا همکاري هم کوي او له شخصي حوضونو او کورونو سره هم په دې برخه کې مرسته کوي .

روغتیايي خدمتونه
په اوړي کې د ماسکو ښار عمومي سیمو؛ په ځانګړي ډول د میترو بس ۲۰۰ تم ځایونو ته ځانګړي روغتیایي ټیمونه ګومارل کیږي .
دغه ټیمونه له ګرمۍ ځپلو سره بېړنۍ روغتیايي مرستې کوي .

له دې ټیمونو سره امبولانسونه هم ملګري دي .امبولانسونه روغتونونو ته د هغو ناروغانو د زر لېږدونې لپاره کار کوي، چې ځای پرځای د درملنې وړ نه وي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند