کلتور او هنر

راني مکرجي کلونه وروسته هم د خانانو مینه نه ده هېره کړې

کابو څلور کاله وروسته د هندي سینما وتلي فلمي ستورې راني مکرجي چې یو وخت يې کامیاب فلمونه جوړول، په خپل نوي فلم “هچکې” کې راښکاره شوه. سره ددې چې راني مکرجي د هندي سینما ډېرو نارینه اکټرانو سره کار کړی دی، خو لا يې هم خانانونه سره د کاره مزه په خوله کې ده او یادونه يې کوي.

۳۹ کلنې راني مکرجي د هندي سینما درې واړو خانانو عامر خان، سلمان خان او شاه رخ خان سره په فلمونو کې یو ځای کار کړی دی. راني وايي دا ورته ویاړ دی چې له خانانو سره په فلمونو کې لوبیدلې او له هغوی يې زده کړه کړې ده.

رانې هندي رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، دا درې واړه خانان نه یوازې دا چې ښه اکټران دي بلکې ښه ملګري او ملاتړکونکي هم دي چې دې ترینه ډېر څه زده کړي دي.
راني مکرجي د خپل وخت د هندي سینما د ښځينه ښو اداکارو ترمنځ د خپل ښه تمثیل له امله وتلې او منلې وه چې اوس هم ګڼ مینه وال لري.

نوموړې چې د خپل نوي فلم “هچکې” د فروموشن له پاره یو ټلویزیونې خپرونه کې خبرې کولې، عامرخان، سلمان خان او شاه رخ خان سره يې د خپلو لومړنیو فلمونو د ثبتولو خاطرې یادې کړې.


هغې له عامر خان سره د “غلام” فلم د ثبتولو چارې یادې کړې، زیاته يې کړه، عامر خان نه یوازې دا چې یو ښه ممثل دی، بلکې ددې له پاره یو ښه ملاتړکونکی او ملګری هم پاتې شوی دی. په وینا يې د عامر سره يې د غلام فلم ثبتول لومړۍ تجربه وه خو ډېر څه يې له عامر زده کړل.
همدارنګه راني د بالیووډ پاچا شاه رخ خان سره د هغې ګډ فلم “ کچ کچ هوتاهی” یادونه وکړه او له هغه سره تړلې خاطرې او یادونه يې په خپرونه کې شریک کړل.
راني وايي، شاه رخان بیخي حیرانونکی اداکار دی.

راني په خپلو خبرو کې د سلمان خان یادونه هم وکړه. هغې وویل، سلمان معلومیږي سست خو په اداکارۍ کې هغه بیخي تیز او حیرانونکی دی. هغه وايي سره ددې چې سلمان خان اکثره د فلم شوټینګ ته، تر نورو یو څه ناوخته رارسیږي، مګر بغیر له ښې امده ګۍ هره صحنه په ډېره مینه او ښه ثبتوي. هغه وايي همدا يې ترینه زده کول چې سلمان خان داسې څنګه کولی شي.
د خپرونې د کوربه د یوې پوښتنې په ځواب کې راني، د درې واړو خانونو له منځ نه عامرخان بریالی ځکه یاد کړ چې د وخت پابند او تل به شوټینګ ته تر ټولو وړاندې رسیده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند