سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشد خان په هیټریک ولاړ دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچوونکی راشد خان د ایرلینډ خلاف په راتلونکې ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د هیټریک چانس لري.

نوموړي د ایرلینډ خلاف په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د لوبې په ۴۹ م او خپل وروستي ۱۰ م اور کې په دوه بالونو مسلسل دوه ایرلینډي لوبغاړي وسوځول او ورسره د ایرلینډ پاڼۍ هم پای ته ورسیده. 

د کرکټ د اصولو له مخې کې نوموړی په راتلونکې دویمه سیالۍ کې په خپل لمړي توپ کوم ایرلینډي توپ وهونکی وسوځوي، نو د هیټریک ترسره کول به یې ثبت شي. 

راشد خان د همدې ایرلینډ خلاف په روان سفر کې د ۲۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې په ۷ ویکټو ترلاسه کولو سره مخکښ بالر و او هم یې په لمړۍ سیالۍ کې دوه نور لوبغاړي وسوځول. 

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ په ایرلینډ کې د درې ۲۰ او درې ۵۰ اوریزه لوبو سلسله پیل شوې، چې تر دې مهاله یې ۴ لوبې پای ته رسیدلې دي او لا یې هم دوه نورې لوبې پاتې دي، چې د راتلوونکې جمعې په ورځ پای ته رسیږي.

افغان لوبډلې په لمړۍ سیالۍ کې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۲۹ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه او د روان سفر خپله دویمه ۵۰ اوریزه لوبه به هم د راتلونکې چهار شنبې په ورځ سبا ترسره کړي، چې پکې به راشد خان د هیټریک ترلاسه کولو ته انتظار وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی