لوبې

راشد خان وايي درې میاشتې وشوې چې مسافر یم

د ملي لوبډلې ګوګلي ماسټر او ورو توپ اچوونکی راشد خان تېره ورځ د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره په یوه مرکه ویلي چې له ۳ نیمو میاشتو راهیسې له خپل ګران هیواد افغانستان څخه مسافر دی… لومړی دوبۍ بیا زمبابۍ او اوس په هند کې دی.

راشد خان وايي لا هم ورته معلومه نه ده چې کور ته به کله ځي ځکه چې تر IPL وروسته به ویسټ اینډيز ته ددې هیواد په کورنیو سیالیو کې د لوبیدلو له پاره ځي.

افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان د هند کریکټ غوره لیګ کې « حیدر آباد سنرایزر» سره خپله لوبه نن شپه په راج وي ګندي نړیوال لوبغالي کې پیلوي.

ټاکل شوې ده چې د هند په تجارتي سیالیو کې نن شپه چې د اپرېل له ۵ مې نیټې سره سمون خوري؛ سنرایز حیدراباد لوبډله به د رایل چلنجر بنګلور لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې خپل بخت وازمايي.

په دغه سیاليو کې په لومړي ځل د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې دوه مشهور لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان اخیستل شوي دي. پر دوی سربېره د پاکستان له لوبغاړو پرته د ډیرو نورو هېوادونو لوبغاړي هم د هند د کورني کریکټ د ټیمونو له خوا د پیسو په بدل کې اخیستل شوي چې په دې لوبو کې برخه لري.

د سنرایز حیدر اباد لوبډلې له پاره به د ډېویډ وارنر، راشد خان او محمد نبي په ګډون ډېر نور پیاوړي توپوهونکي ولوبیږي او همداراز به د رایل چلنجر بنګلور لوبډلې له پاره د اې بې ډيویلرس په ګډون نور چټک توپوهونکي هم لوبه ترسره کړي.

د حیدر آباد سنرایزر لوبډلې له لورې راشید خان ارمان چې د ښې توپ اچونې او توپ وهنې وړتیا لري، په شپږ لکه امریکايي ډالر اخیستل شوی دي.

IPL سیالي په ۲۰۰۸ کال کې په هندوستان کې شروع شوي دي او دا يې لسم پړاو دی. هېره دې نه وي چې د هندوستان ددې کورنیو سیالیو اتلولي تېر کال د سن رایز حیدرآباد لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */