لوبې

راشد خان د کرکټ د نړۍ د لوړو په لور ځي

راشد خان د هغه افغان ورو توپ اچونکي نوم دی چې ډېر ژر نړیوال شو، او په دې ورستیو کې د نړۍ په هره څنډه کې د نوموړي مینوال په ډېریدو دي.

راشد خان چې د افغان کرکت لوبډلې ورو توپ ویشتونکی دی، د هندوستان پریمیر لیګ (اۍ پي ایل ) سیالیو کې د ښې لوبې له کبله د کرکټ د نړۍ په خبرونو کې په سرټکو بدل شو.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي راشد خان د یکشنبې په ورځ د سن رایزرس ټیم لپاره د هند په غوره لیګ کې بیا هم د ټولو پام ځان ته ور واړه؛ نوموړي د سن رایزرس حیدرآباد لوبډلې لپاره د ګجرات لاینز څلور لوبغاړي وسوزول. راشد خان د ار سي بي په خلاف له ترسره کړې لومړنۍ لوبې وروسته خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل” ډیر خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره مې آی پي ایل کې لومړۍ لوبه، د دوو مهمو ویکټو په اخیستو سره پیل کړه، له تاسو ټولو مینوالو د مینې او تشویق څخه منندوی یم.“

نوموړې چې د حیدراباد سنرایزر لوبډلې لپاره لوبه کوي، دیکشنبې په ورځ تر لوبې وروسته د لوبو رسمي خپروونکي ټلوېزیون ته د خپلې لوبې په اړه وویل:

“دا زما لپاره ډېرې د خوښۍ شیبې دي، چې دومره سترې وېکټې مې واخیستې. زه به تر پایه هڅه وکړم چې همداسې وړاندې لاړ شم. څنګه چې زه توپ اچونه کوم؛ توپ وهونکو ته ستونزمنه ده چې ویې وهي. بس زه خپله هڅه کوم چې همداسې توپ ویشتنه وکړم، د لوبې تر ټولو ښه وېکټه د مکلم وه چې ما واخیسته.”

په اۍ پي ایل کې د راشدخان بهترینې توپ اچونې نړیوال ریکارډ لرونکي توپوهونکي تسیلیم کړل؛ او نړیوالو توپوهونکو راشدخان ځلانده ستوری وباله. ‌

داسټرالیا ډیویډ وارنر چې د کرکت نړۍ په زړه پورې او پیاوړی لوبغاړی دی، د راشد خان د توپ اچونې څخه متاثره شوی او هغه یې سوپر سټار بللی دی.

د اسټرالیا دوہ مشهورو ستورو هر یو ډیوډ وارنر او مایکل کلارک له راشد سره ژمنه وکړه چې د افغانستان له لورې لومړنی لوبغاړی به وي چی په راتلونکو بیګ باش ‏Big Bash‏ سیالو کې به ورته چانس ورکړل شي.

د ۱۸ کلن ګوګلي ماسټر راشد خان په اړه چې د ګوګلي بال له امله د نړۍ په کرکټ کې په چټکۍ سره د شهرت پوړیو ته رسیږي ، هندي محمد کېف ویلي چې ګوګلي راشدخان ته د څښتن تعالی ستره ډالۍ ورکړل شوې ده چې د نړۍ پياوړي توپوهونکي ترې سرټکوي او اوږد پارټنرشیف (د دوو لوبغاړو ملګرتیا) ته په اسانه د پای ټکی ایښودلی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */