سپورټ

راشد خان د نړۍ په غوره لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی راشد خان چې په نړیوال کرکټ کې اوس په لیټل ګوګلي ماسټر سره هم مشهور دی، د نړۍ د کرکټ په غوره لوبډله کې یې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه.

 د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې د ویسټ انډیز او د ورلډ ایلیون کرکټ لوبډلې ترمنځ یوه خیریه سیالۍ پلان شوې ده، چې موخه یې ترې د ویسټ انډيز «کارابین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړولو لپاره مرسته راټولول دي.

 د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه سیالۍ کې افغان لوبغاړي راشد خان خپل ګډون په ډاګه کړی دی.

نوموړي ویلي دي، دا ورته د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې د ورلډ ایلیون یا د نړۍ په غوره یولس کسیزه لوبډلې کې انتخاب شوی دی او د افغانستان څخه به استازولي کوي.

راشد خان ویلي، نه یوازې ده ته بلکې د ټول افغانستان لپاره ښه خبر دی، چې یو افغان لوبغاړی د نړۍ په غوره لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کوي او په دغه سیالۍ کې، چې موخه یې ترې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړولو لپاره مرسته راټولول دي، په لیوالتیا سره ګډون کوي.

 د نړۍ د غوره لوبډلې لخوا د لوبیدلو لوبغاړو لخوا تر دې مهاله د پاکستانیو لوبغاړو شاهد افریدي، شعیب ملک، بنګله دیشي لوبغاړو تمیم اقبال، شکیب الحسن، افغان لوبغاړی راشد خان او انګلستاني کپتان ایون مورګن نومونه په ډاګه شوي دي.

په دغه سیالۍ کې د ویسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلې لخوا د کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل او نورو په شتون کې کارلوس بریټ ویټ او د نړۍ غوره لوبډلې لخوا به انګلستان کپتان ایون مورګن د لوبډلمشرۍ دندې ولري.

 د کرکټ دا خیریه سیالۍ چې د انګلستان په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، د کرکټ نړیوالی شورا سره به نړیواله درجه هم ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی