سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشد خان د شهزاد خلاف د شاهد افریدي په شتون کې په لمړۍ لوبه کې مخ دی

لیکنه: ياران

 

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» یا افغان پرېمېیر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو لمړی پړاو نن په متحده عربي اماراتو شارجه کې پيل کیږي، چې پیلیدو ته یې په کور دننه او بهر کې د کرکټ زیات شمیر مینه وال په تمه دي.

افغان پرېمېیر لیګ سیالۍ د لمړي ځل لپاره ترسره کیږي، چې پکې د کرکټ نړۍ څخه مشهوره لوبغاړو د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفرونه پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې په دغه سیالیو کې ۵ ګډون کوونکو لوبډلو سره د یو ځای کیدو په موخه تر دې مهاله پاکستانی شاهد افریدي، اسټرالوي بین کټینګ، انګلستانی کریس جورډن، زیمبابوي الراونډر سکندر رضا او نور مشهوره لوبغاړي دوبۍ ته رسیدلي دي، خو ویسټ انډیزي کریس ګیل هم د امارتو پر لور حرکت کړی دی.

په دغه لیګ کې د ګډون کوونکو ۵ لوبډلو کابل ځوانان، بلخ لیجنډز، کندهار نایټز، پکتیا پینټرز او ننګرهار لیوپرډز څخه نن دوه لوبډلې پکتیا پینټرز د شهزاد محمدي او کابل ځوانان د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې په لمړۍ سیالۍ کې سره مخامخ دي.

کابل ځوانانو لوبډلې سره د راشد خان ترڅنګ حضرت ځاځي، نیوزیلینډی لوک رانکي، افریقايي کولین انګرام او وین پارنیل په څیر مشهوره لوبغاړي شتون لري، خو بلخوا پکتیا لوبډلې سره د شهزاد محمدي وروسته پاکستانی شاهد خان افریدي، افریقايي کیمرون ډیلپورټ، سمیع الله شینواری او نور پیاوړي لوبغاړي شتون لري.

سیالي به د افغانستان په وخت د شپې په ۸ نیمو بجو سره پيل شي، خو ویل کیږي، د لوبې د پیل وړاندې به د افغان پرېمېیر لیګ سیالیو د پرانیست غونډې مراسم ترسره شي.

د افغان کرکټ بورډ د رسمي فیسبوک پاڼې څخه د خپرې شوې ویډiیو له مخې د هندوستان د فلمي نړۍ مشهوره ادا کاره زرین خان هم دغه مراسمو لپاره دوبۍ رسیدلې ده، چې لا معلومه نه ده، چې زرین خان به د مراسمو په کومه برخه کې رول ولوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران