سپورټ

راشد خان د خپل کرکټ بدترینه بالینګ ترسره کړ

د هندوستان د کورني کرکټ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو یولسم پړاو ۱۶ مه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د خپل کرکټ بدترین سپیل ترسره کړ.

د یولسم پړاو (آي پي ایل) سیالیو ۱۶ مه لوبه کې د سنرایزرز حیدر اباد او کینګز ایلیون پنحاب لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې پنجاب لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د ویسټ انډیزي کریسټپر هینري ګیل د سلیزې جوړولو سره حیدر اباد لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکلو.

په سیالۍ کې راشد خان د ویسټ انډیزي کریس خلاف د مسلسل شپږیزو سره مخامخ شو، چې په خپلو ۴ اورنو کې یې د یو لوبغاړي په سوځولو سره ۵۵ منډې ورکړې.

راشد خان په خپل لمړي اور کې د کریس ګیل لخوا د ۲ شپږیزو او دریم اور کې د مسلسل ۴ شپږیزو سره مخامخ شو.

په دې سیالۍ کې ویسټ انډیزي کریس ګیل د خپل (آي پي ایل) کرکټ سیالیو د روان کیریر ۵ مه سلیزه جوړه کړه.

کریس په ۶۳ بالونو ۱۰۴ منډې جوړې کړې، چې پکې ۱۱ شپږیزې شاملې وې او د افعان لوبغاړي راشد خان خلاف یې ۶ شپږیزې ترسره کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي او نړیوال کرکټ مشهوره بالر راشد خان، چې په دې وروستیو کې پیاوړو توپ وهونکو ته سر خوږی جوړ شوی؛ په دې سیالۍ کې د کریس ګیل خلاف بې وسه پاتې شو او د نوموړې د بریدګرې توپ وهنې مخه یې ونشوه نیوله
.
راشد خان په خپلې دې توپ اچونې سره د خپل کرکټ بد ترینه لوبه ترسره کړه، چې له دې وړاندې یې دومره زیاتې منډې نه وې ورکړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی