سپورټ

راشد خان د بنګله دیش خلاف سیالیو وړاندې انګلستان ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او په نړیوال کرکټ کې د ګوګلي ماسټر په نوم سره مشهوره لوبغاړی راشد خان د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو وړاندې انګلستان ځي.

 افغان لوبغاړی راشد خان د پاکستانيو لوبغاړو شاهد خان افریدي، شعیب ملک، هندي لوبغاړو دینیش کارتک، هاردیک پانډیا، نیوزیلینډي لوبغاړو لوک رانکي، میچل میکلینیګن، بنګله دیشي لوبغاړي تمیم اقبال، سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا او نیپالی سندیپ لامیچاني سره یو ځای انګلستان ته ولاړ شي او د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خلاف به په خیریه سیالۍ کې ګډون وکړي.

 د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز او  د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ د کرکټ یوه ۲۰ اوریزه خیریه سیالي پلان شوې ده، چې د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

په دغه خیریه سیالۍ کې به د ویسټ انډیز لخوا کارلوس بریټ ویټ، کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل، سمیویلز بدري او نور پیاوړو لوبغاړو په شتون کې لوبډلمشري ترسره کړي، خو د ورلډ ایلیون یا د نړۍ د غوره لوبډلې مشري به د انګلستاني کپتان یون مورګن پر غاړه وي.

افغان لوبغاړي راشد خان ویلي، نه یوازې ده ته بلکې د ټول افغانستان لپاره ښه خبر دی، چې یو افغان لوبغاړی د نړۍ په غوره لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کوي او په دغه سیالۍ کې، چې موخه یې ترې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته رغولو لپاره مرسته راټولول دي، په لیوالتیا سره پکې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبغاړی راشد خان به د ویسټ انډیز خلاف په خیریه لوبه کې د ګډون وروسته د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ته بیرته هندوستان ته راستون شي.

د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د هندوستان په دهرادون راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د راتلونکې جون میاشتې د لمړيو څخه پیل کیږي.

د معلوماتو له مخې لمړۍ لوبه د جون په ۳ مه، دویمه د جون په ۵ مه او وروستۍ دریمه سیالي د همدغه جون میاشتې په ۷ مه نیټه پلان شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی