نړیوال کرکټ

راشد خان د ایرلینډ په روان سفر کې د هندي بومرا پاچاهي ختموي

د افغانستان او نړیوال کرکټ په ډګر کې ځلیدونکی ستوری راشد خان ارمان د هندي تیز بالر جسپریټ بومرا په مخکې خنډ جوړ شوی دی.

راشد خان څه موده وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو په رینکینګ یا درجه بندۍ کې هندی جسپریټ بومرا د لمړي مقام څخه ګوزار کړ، خو اوس نوموړي د ۵۰ اورنو په سیالیو کې هم بومرا شاه نیولې ده.

په لیټل ګوګلي ماسټر نوم سره مشهور راشد خان اوس مهال د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې د ۷۶۳ امتیازونو په خپلولو سره دویم مقام لري، په داسې حال کې چې هندی تیز بالر جسپریټ بومرا د ۷۷۵ امتیازونو په درلودلو سره لمړۍ کرښه خپه کړې ده.

که افغان لوبغاړی راشد خان د ایرلینډ خلاف په پاتې دوه سیالیو کې د اقتصادي توپ اچونې ترڅنګ ویکټې هم ترلاسه کړي، د نړیوالې شورا د ۵۰ اوریزه سیالیو په رینکینګ کې لمړي مقام ته رسیدلی شي.

افغان لوبغاړي راشد خان د ورستیو څو میاشتو راهیسې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو په اعلان شوې درجه بندۍ کې لمړی مقام خپل کړی دی، چې لا هم له نورو توپ اچونکو څخه وړاندې دی او دغه مقام یې په خپل نوم ساتلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی