لوبې

راشد خان ای پي ایل کې لس ویکټې پوره کړې

 

د کرکټ افغان اتلس کلن لوبغاړی راشد خان ارمان چې د ای پي ایل په روانو سیالیو کې د خیدراباد لوبډلې په ګټه لوبیږي، د خپلو ویکټو شمېر لسو ته ورسوه.

راشد خان هغه افغان لوبغاړی دی چې د خپلې ښې وړتیا له امله يې په لږه موده کې د نړۍ والو پام د ځان خواته راګرځولی دی.

راشد په ښی لاس لیګ بریګ ګوګلي توپ اچونه کوي چې تېره ورځ يې د پوني لوبډلې پرړواندی په څلورو اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره یو لوبغاړی وسوزولو چې د ای پي ایل په راونو لوبو کې يې د ویکټو شمېر لسو ته ورسید.

راشد تراوسه په دغه لوبوکې پنځه لوبغاړی بولډ څلور ایل بي ډبليو (لیګ بي فور ویکت) او یو لوبغاړی دده په اور کې کېچ اوټ شوی .

سن رایزر حیدراباد لوبډلې تراوسه په ټولو سیالېو کې راشد ته د لوبې کولو چانس ورکړي خو نبي عیسی خېل بیا په یوه سیالۍ کې لوبیدلې .

راشد خان له دې وړاندې د بي پي ایل  په سیالیو کې د کومیلا ویکتورنز لوبډلې په کټه لوبیدلې.

راشد خان او محمد نبي  لومړني افغان لوبغاړي دي چې د ای پي ایل په سیالیو کې اخیستل شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */