ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

ذهن ته د مالوماتو د سپارلو غوره مهارتونه

ایا ته هم د هغه کسانو له ډلې څخه یې، چې کوچني مسایل لکه، د فلمونو او کتابونو جزیات او د هغو خلکو نومونه چې ورسره ملاقات کوي، له یاده یې ځي؟

که څه هم دغه کار زړه خپه کوونکی دی، خو په اړه یې تشویش مه کوه؛ ته کولی شې چې د پای ټکی ورته کیږدې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په ۱۸۷۰ میلادي کال کې، یو جرمنی ارواپوه چې هیرمن ایبینګ هاز (Herman Ebbinghaus) نومیده، د انسان له حافظې سره یې لیوالتیا پیدا شوه. دغه سړي د انسان د حافظې د مطالعه کولو لپاره یوه څیړنه پیل کړه.

په حقیقت کې، دغه کس داسې یوه څیړنیزه طرحه چمتو کړه، چې له علمي لحاظه د حافظې د کمي او اندازې لپاره باوري وه.

دغه جرمنی ارواپوه پوهیدلو، چې د انسان په حافظه کې نوي مالومات د زړو مالوماتو په ترڅ کې اغیزمن کیږي. همدا وو چې نومړي د انسان حافظه په داسې الفاظو تجربه کړه، چې ډیره مانا یې نه لیږدوله.

ایبینګ هاز یو د یاد فراموشۍ منحني لیکه (Forgetting Curve) وکښله، چې په ساده توګه د هغه میزان په نوم یادیږي، چې پر اساس یې خلک د نویو مالوماتو په هیرولو پیل کوي. نوموړی دې پایلې ته ورسید، چې په شل دقیقو کې یې ګڼ شمیړ مالومات له یاده وتلي وو او په شپیتو نورو دقیقو کې نیمايي مالومات یې نور هم په ذهن کې نه وو پاتې.

په حقیقت کې، د یوې ورځې په اوږدو کې څه ناڅه مالومات د دغه جرمني ارواپوه له یاده وتلي وو، خو ټول نه. دا په دې مانا ده، چې که چیرې مالومات د پوره یوې ورځې لپاره په ذهن کې پاتې شي، نو همدا مالومات به د تل لپاره حفظ شوي وي.

په درس ویلو کې د فاصلې راوستو اغیزه

دغه جرمني ارواپوه یوه بله تیوري، چې د واټن راوستلو اغیزې “The Spacing Effect” په نوم یادیږي، رامنځته کړه. د دغې تیوري په نظر، کله چې موږ څو، څو ځلې یو څه ولولو او ترمنځ یې واټن په نظر کې ونیسو، نو په ډیرې اسانۍ سره کولی شو چې زده یې کړو.

د بیلګې په ډول، که چیرې ته وغواړې چې په یوه ځای کې وینا وکړې، نو ښه دا ده چې له ټاکلې ورځې یوه اوونۍ وړاندې د دغې وینا مشق وکړې ترڅو په ذهن کې دې په ښه توګه ځای ونیسي. مخکې له مخکې څو، څو ځلې مشق کول د یوه ځلې مشق کولو په پرتله ډیر ګټور او ذهن ته سپارونکی کار دی.

د واټن په نظر کې نیولو سره د پرله پسې تکرارولو غوره مهارتونه

لنډ مهالې حافظې ته د مالوماتو سپارل

· یو مطلب وروسته له مطالعه کولو باید سم دلاسه بیا تکرار شي

· وروسته له شل (۲۰) دقیقو ځنډ څخه، د دویم ځل لپاره باید بیا تکرار شي

· وروسته له شپږ او یاهم اته ساعتونو ځنډ څخه، د درېیم ځل لپاره باید بیا تکرار شي

· وروسته له یوې ورځې واټن څخه، د څلورم ځل لپاره باید بیا تکرار شي

اوږد مهالې حافظې ته د مالوماتو سپارل

· یو مطلب وروسته له مطالعه کولو باید سم دلاسه بیا تکرار شي

· له یو نیم ساعت ځنډ وروسته باید د دویم ځل لپاره بیا تکرار شي

· یوه ورځ وروسته باید د درېیم ځل لپاره بیا تکرار شي

· دوه یاهم درې اوونۍ وروسته باید د څلورم ځل لپاره بیا تکرار شي

· دوه یاهم درې میاشتې وروسته باید د پنځم ځل لپاره بیا تکرار شي

اوس نو ته په دې پوهیږې، چې مالومات څنګه په ذهن کې ځای نیسي او له یاده نه وځي.

تبصرې
Loading...