عمومي نړۍ وتلې څیرې

ذاکر نایک د یو میلیارد هندي روپیو په ارزښت مځکې او جایدادونه لري

د هندوستان د څیړنو ملي اداره وايي، اسلامي مبلغ ذاکر نایک لږ تر لږه د ۳۷ کورونو څښتن دی چې ډير یې د هند دمهارشتا ایالت په ښارګوټو کې دي.

ددې ادارې په وینا د ذاکر نایک ددې ۳۷ تثبیت شوي کورونو څخه یوازې نوموړی ۲۵ اپارتمانونه په ممبيي کې لري. نوموړې په پوني، او سولاپور کې هم د کورنو څښتن دی.

د هندوستان د ملي څیړنو د ادارې یو چارواکي هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، که د ذاکر نایک دا جایدادونه په کمه بیه حساب شي لږ تر لږه د سل کروړه ( یو میلیارد) هندي روپیو ارزښت لري.

د هند د څیړنو د ملي ادارې ریس په دې وروستیو کې د یوې ډلې چارواکو په مشرۍ ممبيي ته ورغلی و څو ددې ښار له پولیسو سره دا مسله وڅیړي.

د هندوستان د تحقیقاتو ملي اداره وايي ذاکر نایک د تبلیغاتو ۱۴۰۰۰ کیسټونه لري چې د ۵۰۰۰ ټي بي په اندازه ډیټا یې په کې راټوله کړې ده.

د هندوستان د څیړنو ملي ادارې په دې وروستیو کې ددې اسلامي مبلغ او دده د اسلامي څیړونو د فاونډیشن پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي او وايي چې ذاکر نایک په هندوستان کې فرقه یي شخړو ته لمن وهي او مسلمان ځوانان تاوتریخوالي او مذهبي کرکې ته ته هڅوي، چې په هندوستان کې ډیر کله په خونړیو بلواګانو او فساداتو بدلیږي.

هندي حکومت د ذاکر نایک د اسلامي څیړنو اداره د پنځو کلونو لپاره له فعالیت منعه کړې او تور یې پرې پورې کړی چې غیرې قانوني فعالیت کوي.

ذاکر نایک دده پر ادارې د بندیز په وړاندې محکمې ته عریضه کړې.
هندي چارواکو د نوموړې پر هغو نورو فعالیتونو هم بندیز لګولی چې دوی یې په هندوستان کې د سولې او شریک ژوند لپاره ګواښ بولي.

د ذاکر نایک او دده د ادارې دیرش بانکي اکاونټونه هم دې ادارې موندلي او له بانکونو یې غوښتي چې دا اکاونټونه کنګل کړي.

ذاکر نایک پر ده لګیدلې ټول تورونه رد کړي او وايي، د هندوستان سترې محکمې ته به پر ده د لګیدلو بندیزونو په وړاندې خپله قضیه وړاندې کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */