خوندیتوب ساینس او ټیکنالوژي ګټه وټه

د USB له لارې د ډیټا انتقال له خطر څخه خالي نه دی

لیکنه: ياران

لیکنه: Mid-week Magazine
ژباړه: حامد مشواڼی

یو ایس بي په ټوله نړۍ کې د ډیټا د انتقال لپاره یوه اسانه او ساده لاره ده. کله چې هم وغواړو ډیټا له یو کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته انتقال کړو، یو ایس بي استعمالوو. خو نویو څېړنو ښودلې ده چې د یو ایس بي استعمال په کمپیوټر کې د یوې بېروني آلې په حیث خطرناک ثابتېدای شي او آن ستاسې پټ معلومات نورو ته ښکاره کولای شي. په آډلیډ پوهنتون کې یوې ترسره شوې څېړنې ښودلې ده چې په یو ایس بي کې د کیبورډ، کارډ وائپرز او فنګر پرنټس په څېر پوستکالي (سافټ ویرونه) انسټالېدای شي. نو کله چې تاسې یوایس بي د چا کمپیوټر ته ورواچوئ، نو دغه سافټویرونه په کمپیوټر کې ټوله ډیټا کاپي کوي او یو پټ ځای ته یې لېږي. ماهرین وايي چې دوکه باز خلک په خپله یو ایس بي کې د ډیټا د کاپي کولو پوستکالي (سافټویرونه) انسټالوي او بیا ډیټا په اتوماتیک ډول کاپي کېږي او یو پټ ځای ته لېږدول کېږي.

داکتر یاروم وايي ځینې داسې یو ایس بي ګانې هم شته چې د بلوتوت او یا هم د یوازې پیغام له لارې خپله شته ډیټا د نړۍ ټولو کمپیوټرونو ته لېږدولای شي. ماهرین وايي، هیڅوک هم باید پرته له پلټنې پردۍ یو ایس بي په خپل کمپیوټر کې داخله نه کړي تر څو چې یې د دې اړوند تسلي نه وي حاصله کړي. له همدې امله حساسې ادارې او اشخاص باید د خپل کمپیوټرد ډیټا پوره خیال وساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران