لوبې

د «PSL» سیالۍ د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا سره پیل شوې !

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا، خو د تیر کال دفاعي اتلې پیښور زلمي لوبډلې په ماتې سره پیل شو.

په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د دریم پړاو دې ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لمړۍ لوبه کې د پیښور زلمي لوبډلې لمړۍ توپ وهنه وکړه، چې د محمد حفیظ د ۵۹ منډو جوړولو سره یې ټولې ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

ملتان سلطانز لوبډلې د سریلنکايي لوبغاړي کمارا سنګاکارا او د سلطانز لوبډلې د اوسني لوبډلمشر شعیب ملک په توپ وهنه کې دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ.

د پیښور زلمي لوبډلې خلاف په ځوابې لوبه کې کمارا سنګاکاره ۵۷ او کپتان شعیب ملک ۴۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبډلې لپاره یې لمړۍ بریا خپله کړه.

همدا رزا د دې لیګ په دویمه لوبه کې کراچۍ کینګز او د تیرې شپې په دریمه سیالۍ کې هم د ملتان سلطانز لوبډلې بریا خپله کړه.

د دریم پړاو په دې سیزن کې د تیر کال خلاف ۶ لوبډلې لوبیږي، چې ملتان سلطانز لوبډلې پکې د لمړي ځل لپاره ګډون کړی دی.

د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ کرکټ تجارتي سیالیو کې دا ځل د پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، کویېټه ګلیډ ایټرز او د ملتان سلطانز لوبډلې شاملې دي.

د دې سیالیو په لمړي پړاو کې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل هم لوبیدلی و، خو د دویم او دریم پړاو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سیالیو له کبله په دغه لیګ کې ګډون نشي کولی.

د محمد نبي عیسی خیل ترڅنګ راشد خان هم دغه سیالیو ته دوه ځلې وړاندې شوی دی، او د دریم پړاو په سیالیو کې هم د کویټې کلیډ ایټرز لوبډلې د خان سره د ضمیموي لوبغاړو په لیست کې اخیستی دی، خو د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د سیالیو له کبله نشي کولی په دغه لیګ کې ولوبیږي.

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» دا ۲۰ اوریزه سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې د دې لیګ وروستۍ سیالۍ په پاکستان کې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، د دې لیګ د تیر دویم پړاو وروستۍ لوبه د پاکستان په لاهور کې ترسره شوه، خو دا ځل ویل کیږي، چې د ټورنمنټ وروستۍ ۳ مهمې لوبې به د پاکستان په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.

تر دې مهاله په ترسره شویو دوه پړاونو کې د لمړي ځل لپاره د اسلام اباد یونایټیډ او د دویم ځل لپاره د پیښور زلمي لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان سوپر لیګ د دریم پړاو سیالۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې ۲۲ مې نېټې څخه پرون پیل شوې او د مارچ میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وکړي.

د دې لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې به شپږ واړه لوبډلې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شي، چې د ډیرو لوبو او امتیازونو ګټونکې څلور لوبډلې به دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی