سپورټ

د IPL په اړه ۵ جالب رازونه، چې له پایله تر اوسه پیښ شوي، خو ترې خبر به نه يۍ

لیکنه: مدثر دعوت

ژباړه: مدثر دعوت

سږ کال د هندوستان پريمر لېګ يوولسم پړاو دی.

IPL د نړۍ ترټولو لېګونو ډېرمشهوره شل اوريزه ټورنمينټ دی، په نړيواله سطحه بې شمېره مينوال لري. د نړۍ پياوړي کرکټران پکښې لوبېږي او ډېرې پيسې پکښې مصرفيږي.

په تېرو کلونو IPL کي ډېرې جالبي پېښي راغلي دي، هيټريکونه، تېزه توپوهنه، جالب کېچونه، د مينوالو جذبې او نور مسايل.

ځينو لوبغاړو پکښې د خپلي اصلي برخې ترڅنګ په بله برخه کې هم ځانګړې وړتيا ښودلې ده، لکه د يوراج سينګ درې ځلي هيټريک، په ۲۰۰۹ز کال کې د روهيت شرما له لوري هيټريک او همدارنګه په ۲۰۱۷ز کال کيٍ د سونيل نارين له لوري په ۱۵ توپونو نيمه سليزه ترسره کول، او په IPL کي تر ۱۰۰۰۰ ډېري شپږيزې وهل کیدل.

د IPL لوبډلي که څه هم د سرمايه داره کسانو له خوا اداره کېږي، خو ورسره يې باليووډ بل اړخ دی چې په شهرت کي يې ورته ډېر کار کړيدی، مثالونه يې د باليووډ د باچا شاهرخ خان او جوهي چولا پياوړې KKR لوبډله ده، او بله هم د پريټي زينتا د کينګز ايليون پنجاب لوبډله چې سږکال ورسره د افغانستان غوره توپ اچوونکی مجيب الرحمن هم دی، چې نړيوال يې حيران کړيدي.

خو تر دې لاجالبي پنځه داسې خبري شته چې تاسو تر اوسه نه يۍ خبر، دا ليکنه ولولئ شايد درته جالبه وي:

۱ـ تر برينډن مکولم وروسته د KKR لپاره چا سليزه نه ده وهلې

د هندوستان غوره لېګ هغه مهال لا په جوش کې راغی کله چې برينډن مکولم په ۲۰۰۸ز کال کې د رويال چلنجرز بنګلور توپ اچوونکي سخت وځپل.

برينډن مکولم په هماغه لوبه کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلي لپاره ۱۵۸ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

که څه هم تر هغې وروسته په دې يوولسو پړاوونو کې تر ۵۰ زیاتي سليزي وهل شويدي خو د کلکتې هيڅ يو لوبغاړی تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې حد اقل يوه سليزه ترسره کړي.

ترټولو ډېرې ۶ سليزې کريس ګېل ترسره کړیدي، او د بنګلور لوبډله په ټولو لوبغاړو ۱۲ سليزې لري چې د نوملړ په سر کې ځای لري.

که څه هم کلکته په ټولو يوولسو پړاوونو کX لوبېدلې ده او دوه ځل يې د IPL اتلولي ګټلې، خو په دې ۱۵۶ لوبو کې يې لوبغاړو ۶ ځلې تر ۹۰ ډېرې منډې کړي.

منيش پانډې په ۲۰۱۴ز کال پايلوبه کي د پنجاب په وړاندې ۹۴ منډې ترسره کړې چې تر مکولم وروسته د کلکتې لپاره دويمې ډېري منډي دي.

۲ـ انيل کمبل يوازنی لوبغاړی دی چې په پایلوبه کې د بايلونکي لوبډلې څخه غوره لوبغاړی شوی دی


د IPL په لسو پايلوبو کې لوبغاړو ډېرې ښې کارکردګۍ ښودلي دي، همدارنګه په نهو پايلوبو کې د لوبو غوره لوبغاړي د ګټونکي لوبډلې څخه ټاکل شويدي، خو کمبل يوازینی لوبغاړی دی چې د بايلونکې برخې غوره لوبغاړی ټاکل شوی، هغه هم يوازې د توپ اچوونې په ترسره کولو او بس.

کمبل په څلورو اوورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او څلور ویکټې يې ترلاسه کړې.

۳ـ د روبين اوتاپا او منيش پانډې لس کلنه ملګرتيا

د هندوستان پرېمر ليګ هرځل وروسته تر دريو کلونو لوبغاړي بوليو ته وړاندې کوي او ټول لوبغاړي د بيلابیلو لوبډلو لپاره رانيول کېږي.

اکثريت هغه لوبغاړي چې په يوه لوبډله کي سره لوبېدلي، خو ډېر ځل د يو بل پر وړاندې هم لوبېدلي دي، اما يوازي روبين اوتاپا او منېش استثنا دي.

اوتاپا او منېش پانډې پوره لس کلونه په يوې لوبډلي کي سره لوبېدلې دي، خو سږکال سره بېل شول.

دوی په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبي انډيان سره، خو په ۲۰۰۹ز او ۲۰۱۰ز کلونو کې بيا د بنګلور لوبډلې سره يوځای ول.

پانډې وکولی شول چې په ۲۰۰۹ز کال کې د لومړني هندوستاني لوبغاړي په حيث سليزه ترسره کړي.

دغه دواړه ملګري په ۲۰۱۱ز کال کې د پونې واريورس لوبډلي سره يوځای شول، خو دغه لوبډله يوازې تر ۲۰۱۳ز کال پورې په IPL کې شامله وه.

وروسته دغه ملګري د KKR لوبډلې سره يوځای شول چې د ۲۰۱۴ز کال په پايلوبه کې منېش پانډې ۹۴ منډې ترسره کړې، د لوبي غوره لوبغاړی شو او اوتاپا بيا د ډېرو منډو له امله اورنج کپ ترلاسه کړ.

خو سږ کال شاهرخ خان يوازي اوتاپا له ځانه سره پرېښودی او منيش پانډې ته يې د راشدخان او محمدنبي سره په يوې لوبډلې کې د لوبېدلو اجازه ورکړه.

۴ـ راجاباټيا که څه هم ملي لوبډلې ته نه دی تللی، خو په IPL کې ډېر لوبېدلی

په IPL کې داسې لوبغاړي هم اخيستل کيږي چې يوازې يې فرسټ کلاس لوبې ترسره کړيدي، خو ډېر کم يې د ډېر وخت لپاره لوبېدلي.

راجا هغه کرکټر دی چې لس کلونه يې د هندوستان په پرېمرلېګ کې لوبې ترسره کړيدي.
خو تر اوسه يې په ملي لوبډله کې لوبه نده کړې.

دی د IPL په ۹۵ لوبو کي تر بل هر فرسټ کلاس لوبغاړي ډېر لوبېدلی دی.

د کلکتې، ډيلي، راجستان او پوني سره په لوبېدلو يې په ۷.۴۰ اقتصادي توپ اچووني سره ۷۱ ویکټي ترلاسه کړيدي، چې اکثريت وخت په منځنيو اوورنو کې توپ اچونه کوي.

۵ـ د دريو پايلوبو ګټل د يوسف پټان په واسطه

د IPL په ۷ پايلوبو کي هغه لوبډلې ګټونکې شوې چې لومړی يې هدف ټاکلی وو، خو یوازې درې ځلې هغو لوبډلو پايلوبې ګټلي چې هدف يې ته يې ځان رسوی.

ددغو پايلو مهمه برخه يوسف پټان تشکيلوي.

يوسف پټان په ۲۰۰۸ز کال پايلوبه کې د راجستان رويالز لوبډلې لپاره ډېر بريالی ثابت شو.

ده په پايلوبه کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې ترلاسه کړې او په توپوهنه کې يې ۵۶ منډې ترسره کړې.

ده وکولای شول چې د چينای سوپرکينګز لوبډلې ۱۶۴منډو هدف ته لوبډله ورسوي او د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل شو.

خو په ۲۰۱۲ز کال IPL پايلوبه کې يوسف پټان د کلکتې لپاره ښه ونه ځلېد.

پټان په يوه منډه خپله ویکټ له لاسه ورکړه او په توپ اچوونه کې يې ۱۷ منډې ورکړې.

کلکتې وکولی شول چې د چينای سوپرګينګ لوبډلې د ۱۹۰ منډو هدف ته د مويندر بيسلا د ۴۸ توپونو په ۸۹ منډو کولو سره پايلوبه وګټي.

په ۲۰۱۴ز کال ipl کې د باليووډ په جګړه کې چې شاهرخ خان اوپريتي زينتا دواړو شتون درلود، يوسف پټان د کلکتې لپاره يوځل بيا مهمه لوبه ترسره کړه.

پټان د پنجاب لوبډلې پر وړاندې د منېش پانډې سره په دريمه ویکټ د ۷۱ منډو ملګرتيا ترسره کړه او د پنجاب لوبډلې د۲۰۰ منډو هدف يې مات کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.