رسنۍ

د IPL مغروري لوبډلي ماته وخوړه

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

 

د هندوستان پريمرليګ په ۳۳مه لوبه کي سنرايزر حيدراباد د چينای سوپر کينګز کوربه توب کوی.

پدې لوبه کي ډهوني استراحت وو او پرځای يې سریش راینا لوبډلمشر وو.

د لوبي پچه چينای وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړله.

دچينای پيلوونکو توپوهونکو فاف ډوپلسيس او شين واټسن غوره پيل وکړ او تر ۹.۵ اوورونو يې د ۷۹ منډو ملګرتيا وکړله.

لومړۍ وکيټه ندیم واخيستله چي شېن واټسن يې په ۳۱ منډو بولډ اوټ کړ.

ډوپلسیس هم د ډير وخت دپاره پاته نسو، په راتلونکي يوولسم اوور دی هم دویجی شنکر له لوري په ۲۵ منډو د واټسن خواته واستول سو.

راينا او کیدرجاداو ته په کار وه ترڅو ملګرتیا جوړه کړي او په اوور کي د اړتیا وړ شاټونه ووهي خو راشدخان ډير وخت ورنکړ.

راشدخان د لوبي په ۱۴م اوور کي د راینا وکيټه په ۱۳ منډو او جاداو وکيټه په ۱ منډه کي واخیسته.

د راشدخان دې وکيټو لوبه بدله کړه او نور يې د چينای د تيزي لوبي هيله ختمه کړه.

سم بلینګز په صفر وسوځيد،جدیجا ۱۰ او رایدو ۲۵ منډي وکړې.

په وروستیو ۵ اوورونو کي چينای يوازي په ۳۰ منډو کولو وتوانیده.

د حیدراباد لپاره خلیل احمد،ندیم او شنکر هر یوه، یو یو لوبغاړی وسوځوی.

خو راشدخان په څلورو اوورونو کي يوازي ۱۷ منډي ورکړلې او ۲ وکيټي يې ترلاسه کړې،پداسي حال کي چي پخپل وروستي اوور کي يې يوازي يوه منډه ورکړه.

چينای سوپرکينګز په ۱۲۰ توپونو حيدراباد ته د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۳۳ منډي هدف ورکړ.

د حيدراباد قوي بيټينک ته دا یو ډير اسانه هدف وو، که څه هم د چينای توپ اچوونکو یرغلیزه توپ اچوونه کوله.

د وارنر او بریسټو د اوپنينګ ملګرتيا د واټسن او ډوپلسيس تر ملګرتيا ډيره تاثري او لوبه ګټونکې وه.

دواړو اوپنرانو تر ۵.۳ اوورنو پوري د ۶۶ منډو ملګرتیا وکړه.

وارنر په ۲۲ توپونو چټکه نيمه سلیزه ووهله او د چاهار له لوري وسوځيد،خو برسټیو لا مخته روان وو.

حیدراباد په پاورپلې کي ۶۸ منډي وکړې او يوه وکيټه يې دلاسه ورکړه.

که څه هم ويلیمسن په ۳، شنکر په ۷ او هودا په ۱۳ منډو د عمران طاهر او کرن لخوا وسوځيدل خو بریسټو لوبه د حیدراباد په کنټرول کي ساتلې وه.

بريسټو د لوبي ترپايه ودریدی،په ۴۴ توپونو يې ۶۱ ناسوځيدلي منډي وکړلې او په ۱۶.۵ اوورونو کي يې لوبه خلاصه کړه.

حيدراباد په ۶ وکيټو چينای ته ماته ورکړه.

راشدخان د ۲ لوبغاړو په سوځولو د لوبي د بدلیدونکي جایزه وګټله او ډيويډ وارنر بيا د ۵۰ چټګو منډو په خاطر د لوبي غوره لوبغاړی اعلان سو.

چينای سوپر کينګز چي د IPL له پيله خورا په چټکي مخته روانه ده لا اوس هم د جدول په سر کي ځای لري او نوري لوبډلي به په سختۍ دا مقام ترې نيسي.

د ډهوني نشتون د چينای په لوبډله کي له ورایه مالومیدی،ځکه نه په توپوهنه او نه هم لوبډلمشرۍ کي د پخوا جذبه لیدل کیده.

سنرایزرز چي وروستۍ لوبي يې بایللي وې یوځل بیا وکولای سوله چي خپل ځای ته په جدول کي بدلون ورکړي.

حيدر اباد په ۸ لوبو کي ۴ ګټلي او څلور لوبي يې بايللي،اوسمهال د جدول په پنځم مقام کي ځای لري.

که څه هم چينای په روان IPL کي خپله دویمه لوبه وبایلله خو په ۹ لوبو کي د ۷ لوبو په ګټلو سره ۱۴ نومرې لري او تر نورو لوبډلو څو قدمونه مخته ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.