لوبې

د IPL شل اوریزه سیالۍ نن پیلیږي

خبریال: فضل الرحیم رحیمي
IPL د نړۍ د کریکټ لیګونو څخه مشهوره سیالۍ دي چې ان له ۲۰۰۸ کال راهیسې هر کال په هندوستان کې ترسره کیږي.

د ۲۰۱۷ کال سیالۍ يې لسم پړاو دی او دا پړاو به يې نن ( د اپریل پر پنځمه) مازیګر شاخوا پنځه بجې د بالیووډ د فلمي ستورو تر څنګ د برتانوي ماډل ایمي جیکسن په شتون کې پیل شي.

د پیل په ورځ به د حیدر اباد او د بنګلور لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

دغو لوبوته پنځه افغان لوبغاړي نوماندان وو، خو یوازې دوه لوبغاړي تري واخستل شول. دواړه لوبغاړي محمدنبي او راشد خان پدغه لوبو کي د سنریزر حیدراباد لوبډلي په ګټه سیالۍ ترسره کوي.

په سږني ای پی ایل سیالیو کي اته لوبډلي ګډون لري او نړی مختلفو هیوادونو څخه په کې لوبغاړي غوره شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */