سپورټ

د IPL سیالیو د نیلامۍ پیل؛ خو ورته د افغان لوبغاړو زړونه تښنیږي !

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو نېلامي سبا د هندوستان په بنګلور کې پیل کیږي، چې پکې د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړو نومونه راجستر کړي دي.
د هندوستان د «IPL» سیالیو حکومتي شورا د راتلونکي ۱۱ م پړاو نېلامۍ ته د ۵۷۸ کورنیو او بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې پکې ۳۶۰ لوبغاړي د هندوستان څخه او پاتې نور یې د بېلا بېلو هېوادونو څخه شامل دي.
د لوبغاړو د نیلامۍ په دې لیست کې د بهرنیو لوبغاړو له ډلې د اسټرالیا څخه تر ټولو ډیر ۵۴، جنوبي افریقا څخه ۴۲، ویسټ انډیز څخه ۳۴، نیوزیلینډ او انګلستان څخه ۲۴، د سریلنکا څخه ۱۸، افغانستان څخه ۱۰، بنګله دیش څخه ۶، زیمبابوې څخه ۴ او ایرلینډ څخه ۱ لوبغاړی شامل دي.
د دغه سیالیو نېلامۍ ته د ۱۰ افغان لوبغاړو نوملړ هم په ډاګه شوی دی، چې پکې محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، دولت ځدران، شاپور ځدران، مجیب ځدران او ظاهر خان شامل دي.
دغه افغان لوبغاړي اوس مهال په دوبۍ او نیوزیلینډ کې د خپلو روانو او راتلوونکو سیالیو ته په چمتوالي بوخت دي، خو د نېلامۍ د پیل څخه وړاندې ټول د (آي پي ایل) سیالیو راتلونکې پړاو کې لوبیدو ته د خپل بخت په انتظار دي.
د کرکټ د ځینو مبصرینو په باور د دغه لوبغاړو د جملي څخه په راتلونکي پړاو سیالیو کې د راشد خان او محمد نبي وروسته د شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، تیز بالر دولت ځدران او ځوان مجیب ځدران ښايي لوبډلې د ځان سره جذب کړي، چې د افغانستان لپاره به هم یو ښه زیری وي.


د افغان لوبغاړي راشد خان په اړه لا د وړاندې په دې لیګ کې د قیمت ترین لوبغاړي وړاندوینه شوې ده، چې تر ۱۴ کروړه پورې یې اټکل شوی دی.
د افغان لوبغاړو څخه تر ټولو لوړ قیمت د راشد خان لپاره ۲ کروړه، تر ټول کم قیمت د ظاهر خان لپاره ۲۰ لکه او د نورو ۸ لوبغاړو لپاره ۵۰ لکه هندي کالدارې قیمت ټاکل شوی دی، چې د دې قیمت څخه په کمو پیسو به نه لوبیږي.
ستاسې په نظر څوک به په دې لیګ کې د لوبیدو چانس ولري ؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی