افغانستان غوره لیګ- کرکټ ۲۰۱۸ سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د «APL» سیالیو په دویمه لوبه کې ننګرهار کندهار ته او بلخ کابل ته ماته ورکړه

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په دویمه لوبه کې ننګرهار لیوپرډز لوبډلې په خپلې لمړۍ لوبه کې کندهار نایټز ته ماته ورکړه، خو په ورپسې د لیګ په دریمه سیالۍ کې بلخ لیجنډز لوبډلې د کابل ځوانانو لوبډلې خلاف بریا خپله کړه.

دواړه لوبې د شنبې په ورځ او شپه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې، چې په لمړۍ لوبه کې ننګرهار لوبډلې د کندهار لخوا د ۱۴۰ او بلخ لوبډلې د کابل ځوانانو لخوا د ۱۷۷ منډو هدف ترلاسه کړ.

تر دې مهاله په ترسره شویو درې لوبو کې کابل، ننګرهار او بلخ لوبډلو یوه یوه بریا خپلې کړې، خو پکتیا او کندهار لوبډلې په خپلو لمړیو لوبو کې د بریا خپلو کې پاتې راغلې دي.

د سبا ورځ په دوه نورو لوبو کې به لمړی د پکتیا پینټرز لوبډله د اسټرالوي بین کټینګ په لوبډلمشرۍ کې د ننګرهار لیوپرډز لوبډلې خلاف د شهزاد محمدي په کپتانۍ کې او دویمه سیالۍ کې به بلخ لوبډله د محمد نبي عیسی خیل په مشرۍ کې د اضغر افغان په کپتانۍ کې د کندهار لوبډلې خلاف بخت و ازمايي.

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ سیالۍ د افغان کرکټ بورډ په نوښت د لمړي ځل لپاره د ۵ لوبډلو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې پکې کابل ځوانان، بلخ لیجنډز، کندهار نایټز، پکتیا پینټرز او ننګرهار لیوپرډز یې ګډون کوونکې لوبډلې دي.

د افغانستان د کورني کرکټ افغان غوره لیګ دا لوبې به د روانې اکټوبر میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی