سپورټ

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ څنګه او چیرته ترسره کیږي ؟

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیل کیږي، چې سر له اوسه ورته پوره چمتوالی او تدابیر پیل شوي دي.
د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې به ۳۲ لوبډلې شاملې وي.

د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د ۶ کنفدراسیونونو څخه ۳۲ لوبډلو لار پیدا کړې ده.
د فوټبال د نړیوال جام دا سیالۍ به د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د روان کال د جون میاشتې د ۱۴ مې نېټې څخه پيل شي او د جولايي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې به د ۳۲ ورځو لپاره دوام وکړي.

فیفا یا د فوټبال نړیوالې شوار فدراسیون په ۱۹۰۴ میلادي کال کې رامنځ ته شو، چې د بلجیم، ډنمارک، فرانسې، آلمان، هالینډ، هسپانیې، سویډن او سویزرلینډ د ملی اتحادیې ترمنځ د نړیوالو سیالیو څارنه یې پیل کړه او اوس مهال د ۲۱۱ ملي اتحادیو غړیتوب ځان سره لري.

د فیفا سره غړي هیوادونه باید هر یو د شپږو کنفیدراسیونونو څخه چې په آسیا، افریقا، اروپا، شمالي امریکا، مرکزي امریکا او کارابین، او جنوبي امریکا سیمه کې ویشل شوي دي، باید یو غړیتوب ولري.

د فوټبال د نړیوال جام دې پړاو د پرانیستو مراسمو ته یو څه اندیښنه شتون لري، هغه دا چې په تیر ۲۰۱۷ م کال کې برازیل د پیل مراسم په سمه توګه سره ترسره نشو کړای، خو دا ځل تمه کیږي، چې روسیه به هر څه په سمه توګه سره ترسره کړي.

د فیفا نړیوال جام سیالیو لپاره ټیکټونه د فیفا په رسمي سایټ کې شتون لري، چې د مکسیکو، ارجنټاین، برازیل، چین، امریکا، کولمبیا، آلمان او انګلستان کې یې هم خلک ترلاسه کولی شي.
د ۲۰۱۸ م کال د نړیوال جام سیالیو د لمړۍ افتتاحي لوبې د ټیکټ قیمت ۵۵۰ امریکايي ډالر تعین شوی دی.
دا سیالۍ به د روسیې په ۱۲ فوټبال سټډیومونو کې چې په ۱۱ مختلفو ښارونو کې موقیعیت لري ترسره شي.

د جولاي میاشتې ۱۵ مه نېټَه چې هره لوبډله دغه جام په خپل نوم کړي، ورته به د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو جایزه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته د ۴۰ میلیونه او هره لوبډله چې په دې جام کې ګډونواله ده، هغې ته به د ۲،۵ دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزه ورکړل شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی